افغانستان

سوالګر بیا ډېر شوي

اسلامي امارت د سوالګرو راټولو کمېټه جوړه او زرګونه سوالګر يې ټول کړل، خو اوس هم لیدل کېږي چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ډېری ماشومان، سپین‌ږیري او ښځې خیرات ټولوي. دغه ماشومان تر ډېره ۸ کلنې، ۹ کلنې او یا تر دې د ټیټ عمر لرونکي نجونې او هلکان دي.

اسلامي امارت د سوالګرو راټولو کمېټه جوړه او زرګونه سوالګر يې ټول کړل، خو اوس هم لیدل کېږي چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ډېری ماشومان، سپین‌ږیري او ښځې خیرات ټولوي. دغه ماشومان تر ډېره ۸ کلنې، ۹ کلنې او یا تر دې د ټیټ عمر لرونکي نجونې او هلکان دي.

په کابل ښار کې له داسې نجونو شته چې د سړک یوې څنډې ته په ګرمه هوا کې ناستې او سوال کوي.

د مریم په نوم نجلۍ په ژړغوني غږ وویل چې په کور کې ډوډۍ نه لري، ځکه یې سوال ته مخه کړې ده:«پلار مې مریض دی، سرطان لري، موږ غریبان یو، ډوډۍ نه وه، ځکه سوال کوم.»

له مریم سره د بي‌نفشې په نوم بله نجلۍ هم وه. دوی دواړه وايي، چې پیسې نه لرو، پلار مې مریض دی او موږ غریبان یوو.»

په کابل ښار کې یو بل سپین‌ږیري سړي چې د سړک په یوه ځنډه کې ناست دی او سوال کوي وویل: «په کور کې ماشومان دي، د ډوډۍ پیدا کول کس نشته، کار نشته، غریبي ده، له سهاره تر ماښامه ناست یم، خو سل افغانۍ هم نه پیدا کېږې.»

د سوالګرو دغه ستونزې مو د سوالګرو ټولو د کمېټې له مسئولینو سره شریکې کړې.

د دې کمېټې مسئول ریاض احمد محمد وایي چې تر اوسه یې تر ۳۷زره ډېر سوالګر راټول کړي او میاشتني معاشونه یې ورته حواله کړي او په خبره یې، د پاتې سوالګرو راټولو پروسه هم دوام لري.

«د سوالګرو راټولولو کمېټه اوس هم سوالګر ټولوي، چې له دوی سره به وخت پر وخت مرسته کېږي. هغه ماشومان چې بې سرپرسته دي، هم راټولېږي او د زده کړو زمینه ورته برابرېږي. د ډوډۍ غم یې هم خورو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالوارث امیري هم وایي چې اسلامي امارت باید د دغو ماشومانو ستونزې حل او د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.

«اسلامي امارت دې دغو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره او د کورنیو ستونزې یې دې حل کړي.»

که څه هم اسلامي امارت له ښاره په زرګونه سوالګر ټول کړي، خو پوښتنې دا دي چې اوس هم په ښار کې ګرځېدونکي سوالګر څوک دي او که حرفوي سوالګر وي، ولې یې مخه نه نیول کېږي؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *