افغانستان

تېرکال افغانستان د نیږدې ۲ میلیارده ډالرو په ارزښت مېوې او سبزي صادر کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين وايي ،چې د تېر کال پر مهال يې د څه باندې يو ميليارډ ډالرو په ارزښت مېوې او سبزيجات بهر ته صادر کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين وايي ،چې د تېر کال پر مهال يې د څه باندې يو ميليارډ ډالرو په ارزښت مېوې او سبزيجات بهر ته صادر کړي دي.
د یادې خونې رئيس يونس مومند وايي، چې افغانستان تېر کال د يو ميليارډ او ۸۶۵ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې ۸۵سلنه زياتوالي ښيي.
نوموړي وويل: (( د صادراتو برخه کې ستونزې حل شوي او صادرات مو زيات شوي دي. تېر کال مو ۷۰۰زره ټنه مېوې او سبزيجات بهر ته صادر کړي چې د تېرو کلونو په پرتله لوړوالي ښيي.))
په ورته وخت کې يوشمېر سوداګر غوښتنه کوي، چې د سړو خونو په جوړولو او د هوا له لارې د صادراتو لپاره د زمينې په برابرولو سره د توکو د صادرولو کچه له دې هم لوړه کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين زياتوي ،چې تېر کال زياتره صادرات د ځمکې او هوا له لارې ګاونډيو هېوادونو ته شوي او د زياتولو لپاره يې هڅې لاهم دوام لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *