سخن انیس

خپلواک دريځونه فرمايشي حکومتونه نه شي زغملي

د افغانستان پراسلامي امارت دفشار راوړني هڅي چې ديوشمير هېوادو دناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره پيل شوي ورسره جوخت نړيواله ټولنه هم پرته له دي چې په افغانستان کې روان حالات او حقيقتونو ته پاملرنه وکړي يولړ وړاندويني مطرح کوي چې د افغانستان په کورنيو چاروکې لاس وهنه ګڼل کيږي. ډير ځلي په بهرکې دجوړوشويو غوڼډو څخه په افغانستان کې دټول ګډونه حکومت دجوړيدو غوښتنه کيږي چې دا ډول غوښتني او وړاندويني په بهرکې دحکومتونو دجوړوني په معني دي ځکه هرهغه حکومت او دولت چې دبهرنيانو په لار ښوونه او فرمايش جوړشي. افغانانو ته تر اوږد مهاله دمنلو وړنه وي.

د افغانستان پراسلامي امارت دفشار راوړني هڅي چې ديوشمير هېوادو دناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره پيل شوي ورسره جوخت نړيواله ټولنه هم پرته له دي چې په افغانستان کې روان حالات او حقيقتونو ته پاملرنه وکړي يولړ وړاندويني مطرح کوي چې د افغانستان په کورنيو چاروکې لاس وهنه ګڼل کيږي. ډير ځلي په بهرکې دجوړوشويو غوڼډو څخه په افغانستان کې دټول ګډونه حکومت دجوړيدو غوښتنه کيږي چې دا ډول غوښتني او وړاندويني په بهرکې دحکومتونو دجوړوني په معني دي ځکه هرهغه حکومت او دولت چې دبهرنيانو په لار ښوونه او فرمايش جوړشي. افغانانو ته تر اوږد مهاله دمنلو وړنه وي. ځکه پردي پالي چې د تاريخ په اوږدوکې آزمايل شوي او د بهرنيانو دګټو دخونديتوب له پاره کار کوي هيڅ وخت افغانانو ته د زغم وړ نه دي نوله دي کبله ويلي شو چې دټول ګډونه حکومت دوړاندويني له مخي دي د اسلامي امارت له پاره ستونزي او خڼډونه نه را پيدا کوي ځکه افغانانو دخپلواک دريځ دترلاسه کولو له پاره بي شميره قرباني ورکړي او په هېواد کې يې دننه هر ډول تبعيض ته دپاي ټکي ايښي دي. همدا اوس د اسلامي امارت په واکمني کې دهېواد ميشت وګړۍ چې پرهرقوم پوري تړاو لري په دندو ګمارل شوي او په دولتي اداروکې د ړنګ شوي واکمني کار کوونکي هم دامارتي ورونو سره روږه پر اوږه دهېواد په بيا رغاوني او پرمختګ بوخت دي هڅه کيږي چې په دولتي اداروکې له پخوا څخه زياتي آسانتياوي رامنځ ته کړي او هغه خڼډونه او ستونزي چې د جمهوريت پرمهال دهېوادوالو په وړاندي شتون درلود له منځه ولاړی شي. ښه به وي چې نړيواله ټولنه له انصاف څخه کار واخلي او د افغانانو غوښتني له پامه ونه غورځوي. دډله ييزو خپرندويه سرچينو څخه را خپاره شوي رپوټونه را په ګوته کوي چې ځيني هېوادونه دمافيايې کړيو له لاري هڅه کوي چې دخپلي خوښي واکمنان. بيا دواکمني په ګدي را شريک کړي. خو د افغانانو آزمايل شوي تاريخ هغه کسانو ته په افغانستان کې دواک دترلاسه کولو چانس نه ورکوي ځکه هغوي آزمايل شوي او اسلامي امارت ته يې دومره ستونزي په ميراث راپريښي چې په لڼډمهاله کې يې رغاول ناشوني ښکاري له دي کبله نړيوال بايد بي پري قضاوت وکړي او ددي وروسته پر افغانانو فرمايشي حکومتونه ورونه تپي. ځکه افغانان دهغو جګړه غوښتونکو مافيايې کړيوله لاسه د ژوند سختي او وير جني ورځي تيري کړي نورنه غواړي چې يوځل بيا په هېواد کې مافيايې کړي په قدرت کې وويني او خپل منځي جګړي رامنځ ته شي. ځکه دهمدغو تښتيدلو جګړه مارانو په خپل منځي جګړو کې دهېواد ډير ځوانان په شهادت ورسيدل او په پوره شميرنه معيوب او معلول شول. همدغو جګړه مارانو په دي جګړه کې دومره سرمايه ترلاسه کړه چې له حسابه وتلي ده هغوي همدا اوس دخپلو اولادونو سره په بهرکې ډير عصري او مجلله ژوند تيروي. خو افغانان د هغوی څخه د را پاتي شويو ستونزو څخه اوس هم زوريږی. نړيوال چې کله کله د افغانانو پراقتصادي ستونزو رپوټونه خپروي بايد ددي ستونزو د را پيدا کيدو بنسټيزي جرړي را وسپړي او هغه بنديزونه او اقتصادي فشارونه چې له بهره لګول شوي له پامه ونه غورځوي. ځکه د اوسنيو ستونزو لامل همدغه تښتيدلي او ماتي خوړونکي هېوادونه دي چې اوس هم دخپلو ناوړه ګټو دخونديتوب له پاره هلي ځلي کوي ترڅو دنړيوالو پام د دوي د جنايتونو څخه بل لورته وګرځي. خو افغانان چې په تيره شل کلنه جګړه کې پاخه شوي هيڅ ډول بهرني فشارته به سرنه ټيټوی او په خپلو مټو به دخپلواکۍ په رڼاکې دهېواد راپاتي شوي ستونزي به دټولو ميشتو وګړو په ګډون هواري او د پرمختګ په لور به عملي ګامونه پورته شي.
متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *