افغانستان
کانونو او پټرولیم ویاند: وړمه ورځ مو د ۷ میلیونو ډالرو خام نفت وپلورل
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په یوه خبر کې وویل چې وړمه ورځ یې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د آمو سیند نفتي حوزې څخه استخراج شوي نفت پلورلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په یوه خبر کې وویل چې وړمه ورځ یې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د آمو سیند نفتي حوزې څخه استخراج شوي نفت پلورلي دي.
د افغان له یادښته چې دا ۲۰ زره ټنه خام نفت یې د پروسس په موخه پلورلي دي.دی وایي چې نفت یې د بولۍ له لارې داوطلبۍ ته وړاندې کړي و چې په پایله کې پر نارت نوبل کورنۍ کمپنۍ وپلورل.
د کانونو او پټرولیم وزارت له یادښته چې کابو شپږ اوونۍ وړاندې یې هم ۴۰ زره ټنه خام نفت د پروسس په نیت پر کورنیو سوداګرو پلورلي وو.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادرآخند او د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور په شتون کې د آمو د نفتي حوزې د اتو څاګانو نوې پرانیسته وشوه.