افغانستان

قزاقستان په افغانستان کې خپله سوداګريزه خونه پرانيزي

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وېيلي، چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د سوداګرۍ خونه پرانيستل شي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وېيلي، چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د سوداګرۍ خونه پرانيستل شي.
د دغه وزارت ویاند «آیبک اسماردیاروف» ويلي چې په دې اړه کابل ته د دوی د يوه پلاوي د تازه سفر پر مهال هوکړه شوې ده.
د پلاوي مشري د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ وزير «سریک جومانگارین» کوي.
نوموړي د خپل سفر پر مهال له بېلابېلو چارواکو سره لیدلي او د اړيکو د پراختيا په اړه ورسره غږیدلی.
یاد شوي هېواد ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د وړو، غنمو، د اوسپنې پټلۍ د تخنيکي وسایلو او نورو برخو کې به تجارتي همکاري وکړي.
قزاقستان د خپلو ژمنو د عملي کولو دقیق وخت نه دی په ډاګه کړی.
د سیمې هېوادونو له افغانستان سره تجارتي اړیکې پراخې کړې، چې شنونکي دا اړيکې تر ډېره د همدغو هېوادونو په ګټه بولي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *