د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو د افغان بندیانو د خلاصون ډاډ ور کړ
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو سره په ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو شمېر مهمو او دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزو مسایلو بحث وشو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست غوښتنه وکړه چې د نېکمرغه کوچني اختر تر رارسېدو وړاندې د پاکستان په بندخونو کې پاتې افغان بندیان هم ازاد او خپلو کورونو ته را ستانه کړي.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو خپل افغان سیال ته د بندیانو د خلاصون ډاډ ور کړ.په دغو خبرو کې دواړو لوریو د ډيپلوماتیکو اړیکو د ودې هوکړه هم وکړه.د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو میاشتو کې د اسلامی امارت په هڅو سلګونه افغان بندیان د پاکستان له بندخونو څخه ازاد او هېواد ته راستانه کړای شول، خو لا هم لسګونه افغانان د پاکستان په بندخونو کې شپې ورځې سبا کوي.