افغانستان

په ارزګان کې د موټرانو تورو ښیښو پاکولو کمپاین پیل شو

د دغه ولایت د درو امنیتي ارګانونو څخه جوړ ګارنیزون د څلورمې رواحه لوا استازي رسنیو ته وايې؛ چې د اسلامی امارت د عالیقدر امیر المؤمنین «حفظه الله» د نوي فرمان پر بنسټ د دې ولایت ټولو امنیتي ځواکونو ته د یاد فرمان د عملي کیدو امر سوی دی او دا فرمان به پر ټولو یو شان پلي شي.

د دغه ولایت د درو امنیتي ارګانونو څخه جوړ ګارنیزون د څلورمې رواحه لوا استازي رسنیو ته وايې؛ چې د اسلامی امارت د عالیقدر امیر المؤمنین «حفظه الله» د نوي فرمان پر بنسټ د دې ولایت ټولو امنیتي ځواکونو ته د یاد فرمان د عملي کیدو امر سوی دی او دا فرمان به پر ټولو یو شان پلي شي. همداراز د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي د یاد کمپاین پر مهال رسنیو ته د عاليقدر امیر المؤمنین د فرمان پر تطبیق ټینګار وکړی او زیاته یې کړه چي په دغه ولایت کي به د تورو ښېښو د پاکولو د فرمان هرکلی کوي او یاد فرمان به پر نظامي او شخصي خلکو یو شان پلي کیږي.
همداراز یې وویل چي د دریو ارګانونه څخه جوړ ګډ ګارنیزون چي ۳۰ کسیزه ځواک دی د ولس د امنیت په ساتلو او دجنایې پیښو په کمېدو کي به پوره بر لاسي وي.
بل خواد ارزګان ولایت او سیدوونکي د عالیقدر امیر المؤمنین د دغه فرمان او د امنیتي مسؤلینو د دې پرېکړې هرکلی کوي او وايې: له دې سره به نه یوازې امنیتي ثبات رامنځته سي، بلکې د غیر مسئولو کسانو او جرمونو مخه به هم ورسره ونیوله سي او د اسلامی امارت مسؤلین باید هیڅوک له دي پرېکړې څخه مستثنی نه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو د خپل اړوند ټولو موټرو ښېښې سپیني کړي وې او د ټولو اوسېدونکو یې د یاد فرمان د تطبیق غوښتنه کړې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *