افغانستان

د ۳۷ فابریکو له فعالیتونو څخه څارنه ترسره شوې

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټیمونو د هواککړتیا د مخنیوي او چاپېریالي اصولو د تطبیق په موخه د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د کابل څرخي پله صنعتي پارکونو، د بګرامیو په نساجي او د جمعه محمد محمدي صنعتي پارکونو کې د ۳۷مختلفو تولیدي او صنعتي فابریکو او تولیدي شرکتونو له فعالیتونو د چاپېریالي وضعیت څخه نظارت کړی.

د چاپېریالي چارو مفتشینو د فابریکو او شرکتونو مسئولینو ته د چاپېریال قانون

مقرراتو او طرزالعملونو په هکله معلومات ورکړي او سپارښتنې یې ورته کړې دي چې د هواککړتیا د مخنیوي او چاپېریال ساتنې په موخه دې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره کړي.

د نظارت په لړ کې د فابریکو او شرکتونو مسئولینو ته موجوده نېمګړتیاوې او چاپېریالي ستونزې په ګوته شوې او د حل په موخه ترې لیکلې ژمنې اخیستل شوي چې د بیاځلي نظارت په صورت کې به د نه تطبیق په صورت کې له قانوني چلند سره مخ شي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د هواککړوونکو سرچینو ټولو فعالیتونو مسئولینو ته سپارښته کوي چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره کړي.

هغه فابریکې او تولیدي شرکتونه چې د دود د تصفیې فلټرونه یې غیر فعال، ویجاړ او یا هم د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا لامل وګرځي، د قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې نظارتي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره توګه څارنه کوي او سرغړوونکي د قانون منګولو ته سپاري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *