جهان

دعربستان یوه ستورمزلې فضا ته ځي

داکسیوم سپیس (Axiom Space) فضایي شرکت او دامریکا دفضایي چارو دادارې ناسا NASA)) چارواکو وېیلي چې دسعودي عربستان ۲ فضانوردان به چې په کې یوه لومړنۍ سعودي میرمن هم شامله ده دمی دمیاشتې په اتمه له فلوریډا څخه په یو شخصي ماموریت کې نړیوال فضایي مرکز (ISS) ته سفر وکړي.

داکسیوم سپیس (Axiom Space) فضایي شرکت او دامریکا دفضایي چارو دادارې ناسا NASA)) چارواکو وېیلي چې دسعودي عربستان ۲ فضانوردان به چې په کې یوه لومړنۍ سعودي میرمن هم شامله ده دمی دمیاشتې په اتمه له فلوریډا څخه په یو شخصي ماموریت کې نړیوال فضایي مرکز (ISS) ته سفر وکړي. دسینې دسرطان څیړونکې ریانا برناوي به لومړنۍ سعودي ښځه وي چې فضا ته سفر کوي او دخپل سعودي همکار پیلوټ علي القرني سره به یوځای په دغه ماموریت کې برخه واخلي. همداشان پدې فضایي بیړۍ کې به دهغوی سره دناسا پخوانۍ ستورمزلې پیګي ویټسن وي چې دڅلورم ځل لپاره فضا ته ځي او همداشان دټینیسي ایالت یو سوداګر جان شوفنر، ورسره مل وي چې دپیلوټ دنده به ترسره کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *