افغانستان

په بامیانو کې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

د بامیانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۲ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې پرمټ یې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

د بامیانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۲ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې پرمټ یې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د بامیانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا ضیا الله خادم د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د یاد ولایت د نمبر۱ یکاولنګ ولسوالۍ په کته خانه کلي کې د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د کمیسارۍ په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه ۸ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه چې پرمت یې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
سرچینې زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ په مرکز کې د ۵ میلیونه ۹۸۶ زره افغانیو په لګښت یو روزنیزمرکز جوړ شوی چې پرمټ یې ۸۰۰ تنو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
په ورته وخت کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل، د بامیانو د سیمه ییزې ادارې مشرتابه په ټول توان سره هڅه کوي چې د پرمختیايي پروژو په پلي کولو سره د بامیانو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته غوره ټولنیز خدمتونه وړاندې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *