افغانستان
د متحده عربی اماراتو، بشری مرسته کابل ته را ورسیده
پرون د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او ادویه پکې شامل وو، کابل ته را ورسېده. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړی سکرتر مولوي عبدالله عزام وايي،
پرون د متحده عربي اماراتو له لوري د بشري مرستو 38.5 ټنه جوپه چې خوراکي توکي، البسه او ادویه پکې شامل وو، کابل ته را ورسېده. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړی سکرتر مولوي عبدالله عزام وايي، را رسېدلې مرستې به اړوندو وزارتونو او ادارو ته تسلیم شي څو یې په شفاف ډول پر اړمنو او اغېزمنو هېوادوالو ووېشي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت له بېوزله افغانانو سره د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو هرکلی کوي او دا ډول چارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو او پياوړي کېدو لامل بولي. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ځانګړي سکرتر د خپلو خبرو پر مهال پر نړیوالو غږ وکړ چې پر افغانانو د بندیزونو او فشارونو پر ځای له هغوی سره د دوه اړخیزو اړیکو او تعامل لار غوره کړي.