افغانستان

مولوی شهاب الدین دلاور  له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې پر عینک کان کار پیل کړي

د کانونو اوپیترولیم سرپرست وزیر د چین له ایم جې اې ایم کمپنۍ څخه وغوښتل چې د لوګر د مس عینک پر پروژې کار پیل کړي.

د کانونو اوپیترولیم سرپرست وزیر د چین له ایم جې اې ایم کمپنۍ څخه وغوښتل چې د لوګر د مس عینک پر پروژې کار پیل کړي.

د کانونو او پیترولیم وزارت په خبرپاڼه کې وېیلي، مولوی شهاب الدین دلاوردا غوښتنه د چهارشنبې په ورځ د چینايي کمپنۍ له مرستیال سره په کتنه کې وکړه.

په خبرپاڼه کې وېیل شوي چې په دې کتنه کې، دلاور او د (ایم.جې.اې.ایم) قراردادي شرکت مرستیال، د مس عينک پروژې اړوند موضوعاتو او د دې پروژې د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پیټروليم وزارت سرپرست، د مس عينک پروژې د عملي کار د پيل غوښتنه کړې او وېیلي یې: «دا چې په هېواد کې سراسري امنيت دى او د مس عينک پروژې امنيت هم تامين شوى دى؛ نو له همدې امله شرکت باید ژر تر ژره د پروژې عملي او د تطبیق چارې پیل کړي.»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *