سخن انیس

تیر واکمنان دي د ځان سره په خپلو کړو وړو حساب وکړي

مافيايي کړۍ‎ او د هغوي ملاتړي اشغالګر هېوادونه چې د اسلامي امارت له واک ته رسيدو سره سم يي ناوړه تبيلغات پيل کړي هڅه کوي چې د مختلفو لارو هغه څه ته لمن ووهي چې د اسلامي امارت ته د ستونزو د راپيداکېدو لامل وګرځي. هغوي چې خپلي ګټي له لاسه ورکړي د ملګرو ملتونو له لاري او کله په بهر کې د تښتيدلو مافيايي کړيو د غوڼډو د جوړيدو پر مهال يو لړ غوښتني چې د افغانانو د ګټو د خونديتوب سره سمون نه لري رامنځ ته کوي.

متين

مافيايي کړۍ‎ او د هغوي ملاتړي اشغالګر هېوادونه چې د اسلامي امارت له واک ته رسيدو سره سم يي ناوړه تبيلغات پيل کړي هڅه کوي چې د مختلفو لارو هغه څه ته لمن ووهي چې د اسلامي امارت ته د ستونزو د راپيداکېدو لامل وګرځي. هغوي چې خپلي ګټي له لاسه ورکړي د ملګرو ملتونو له لاري او کله په بهر کې د تښتيدلو مافيايي کړيو د غوڼډو د جوړيدو پر مهال يو لړ غوښتني چې د افغانانو د ګټو د خونديتوب سره سمون نه لري رامنځ ته کوي. خو هغه غونډي چې تردي مهاله په بهر کې جوړي شوي هيڅ ډول لاس ته راوړني نه لري ځکه د اسلامي امارت د استازو پرته د غونډو جوړيدل ستونزي او انديښني نه شي هوارولي او هغه غونډي او وړاندويني چې يو ځل بيا د مافيايي کړيو د ګټو د خونديتوب او په واک کې د ګډون له پاره رامنځ ته کېږي افغنانوته د منلو نه دي هغوي چې يو ځل بيا په هېواد کې د بزکشي بڼي په شکل حکومت غواړي بايد هغه څه پاملرنه راوګرځوي چې دوي په تيرو شلو کلونو کې ترسره کړي. اوس د هېواد د هر وګړي ددي واک لري چې د تيرو واکمنو د ترلاسه شويو لاس ته راوړنو په هکله قضاوت وکړي. دوي چې د واکمني پر مهال د هر ډول واکمني بڼه بدنامه کړي او هېوادوال ورته دکرکې په سترګه ګوري څنګه به د منلو وړ وي. دوي چې اوس د ديموکراسي او ولسي واکمني په هکله ناري سوري وهي د ټول ټاکنو بدنامه او د جعل فريب او لاس وهني ډکه پروسه ولي هيره کړي آيا افغانان به بيا هم د دوي په غولونکو خبرو باور وکړي د دوي په ويشل شويو واکمنيو به د هېواد کوم غړي باور وکړي. د ټول ټاکنو د بدنامي پروسي وروسته د بهرنيانو په لارښوونه او لاس پورته کېدو بهير د کوم افغان له ياده وتلي اوس د هېوادوالو په سترګو کې د خاورو شيندل پاي ته رسيدلي بهرنيان بايد پوه شي چې د دوي تالي څټو له پاره دي ناوړه تبيلغاتي کمپاينونه او هغه وړاندويني چې په مختلفو نومونو رابرسيره کېږي پاي ته ورسوي. هغوي چې د اسلامي امارت سره د کومي هوکړي له مخي له هېواده وتلي بايد خپلو ژمنو ته ژمن پاتي شي ځکه د ترسره شويو ژمنو څخه سرغړونه د هيچا په ګټه نه تماميږي اسلامی امارت د ترسره شويو ژمنو له مخي نه غواړي چې په خپل دريځ کې تغيير راولي او هغه وړاندويني چې د افغانانو د ګټو سره سمون نه لري نه شي منلي. ليدل کېږي چې د ړنګ شوي جمهوريت چارواکې لا اوس هم د واک د ترلاسه کولو له پاره مختلفي لاري لټوي خو هغوي چې افغانانوته د خپل واک پرمهال امتحان ورکړي بايد د خپلو کړ وړو سره پخپله حساب وکړي هغوي د واک ته د رسيدو له پاره د هر ډول  نا مشروع لارو څخه کار واخست او د دولتونو او حکومتونو د تشکېلاتي جوړښت بڼه يي بدنامه کړه. دوي اوس هغه ډول واکمني غواړي چې دوي او د دوي ګټي پکښي خوندي وساتل شي. خو د اسلامي امارت په راتګ سره د مافيايي کړيو ناروا ګټي چې د هېوادوالو د وينو څخه يي ترلاسه کړي د هري ورځي په تيريدو سره رابربڼډيږي. هغوي چې د واک څخه ناوړه ګټه پورته کړي او د هېوادوالو سره د بهرنيو مرستو په ترلاسه کولو کې يي شخصي شتمني له حسابه وتلي بايد هېوادوالو ته ځواب ورکونکې شي دوي د بدنامو څيرو په توګه د هېوادوالو له پاره د زغم وړ نه دي هيله ده چې ملاتړي هېوادونه‌یې په افغانستان کې د لاس وهونکو وړانديزونو پرځاي د اسلامي امارت سره د متوازينو اړيکو له پاره لاس راوغزوي او د لاس وهني او ستونزو د رامنځ ته کېدو پرځاي د اړيکو په پيوند غور وکړي. پر اسلامي امارت باندي د فشارونو او بنديزونو لار به مناسبه نه نوي او ترسره شويو ژمنو خلاف عمل ګڼل کېږي ځکه د هري ورځي په تيريدو سره د اسلامي امارت په ځينو غړو د بنديزونو لګول به د متقابلو اړيکو له پاره زيانمنه وي او د ستونزو او انديښنو رغاول به اوږد مهاله کړي که اشغالګر ځواکونه په سيمه او نړي کې د سولي او ثبات پلويان وي نو د خپلواک او ازاد افغانستان په چاروکې دي د لاس وهني څخه لاس واخلي او افغانان دي پريښودل شي چې پخپله خوښه خپل برخه ليک پخپله وټاکې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *