له ایرانه نږدې ۳ زرو افغان کډوالو را ستنه شوي
د کډوالو چارو وزارت ادعا کړې، چې (۲۷۳۱) تنه افغان کډوال تازه له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د کډوالو چارو وزارت ادعا کړې، چې (۲۷۳۱) تنه افغان کډوال تازه له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
سرچینه وایي، چې دغه کډوال د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د سرحدي آمر په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۴۷) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران کې مېشت کډوال د دغه هېواد له لوري په زوره د کډوالو د ویستو شکایت کوي.
د يو بل خبر له مخې ایران ۷ افغانان اعدام کړي دي.
د هلمند سیند د اوبو پر سر د ایران له ظاهري جنجال سره هم مهاله، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وېیلي، چې اسلامي امارت ۲۰۰ هغه افغان بندیان د ایران له زندانونو خوشي کړي او افغانستان ته لیږدولي، چې د اعدام په سزا محکوم شوي وو.
له دې سره، د بشري حقونو سازمانونو راپور ورکړی چې ایران په تېرو پنځو میاشتو کې ۷ افغانان اعدام کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ووېیل چې د ایران له چارواکو سره د افغان بندیانو د ستونزو د هواري په اړه کتنې دوام لري.
په وروستیو کې د ایراني چارواکو ناندرۍ زیاتې شوې، چې ورسره یو زیات شمېر افغانانو د اسلامي امارت ننګه کړې او ایران یې د افغانستان پر وړاندې د غلطو سیاستونو له امله غندلی دی.