افغانستان
ملا محمد فاضل مظلوم: اړوند مسئولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي
د دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم په کندهار کې د صفونو د تصفيې په موخه جوړه شوې غونډه کې ووېیل، چې اړوند مسئولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي.
د دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم په کندهار کې د صفونو د تصفيې په موخه جوړه شوې غونډه کې ووېیل، چې اړوند مسئولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي.
په دغه غونډه کې مظلوم د زابل، هلمند، اروزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو او نورو مسئولینو ته ووېیل، چې د امنیت لا ټینګښت او د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه وکړي او تر لاس لاندې ټولو کسانو ته د ډنډو د ښه ترسره کېدو په برخه کې زده کړې ورکړي.
په یاده غونډه کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک ترڅنګ، د هلمند زابل، روزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو د امنیت او د صفونو د تصفیې په برخه کې راپورونه شریک کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه کوي.