افغانستان

پنځو هېوادونو د نورستان د لیتیمو کانونو استخراج ته لېوالتیا ښودلې

د امارت اسلامی چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د لیتیم کانونو د استخراج په برخه کې پنځو هېوادونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دوی زیاتوي چې د دې کانونو استخراج او پروسس کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري.

د امارت اسلامی چارواکي وايي، په نورستان ولایت کې د لیتیم کانونو د استخراج په برخه کې پنځو هېوادونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دوی زیاتوي چې د دې کانونو استخراج او پروسس کولی شي هېواد له اقتصادي بحران څخه وژغوري. چارواکي وایي، چې د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره لوړ ظرفیتونه لري او په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په اقتصادي  پرمختګ کې مثبت بدلون راشي. د سرپرست حکومت د چارواکو په وینا جاپان، چین امریکا، قطر او متحده عربي امارت د هغو هېوادونه له ډلې دي چې په نورستان کې يې د لیتیمو کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *