جهان

د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

هندي افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي.

د هند پوليسو کشمير کې يو خبريال د تروريستي فعاليتونو په تور نيولی

د هندي افسرانو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یو خبریال او د بشري حقونو د یوې ډلې کارکوونکی نیولي دي. هندي چارواکو وېیلي، پر دغه خبریال تور لګول شوی، چې د تروریستي فعالیتونو په تمویلول کې دخیل و. د عرفان مهراج په نوم مقطع يي خبریال او د مجلې اډیټر په سرینګر کې د پولیسو ماموریت ته احضار کړای شوی و او د د تحقیقاتي ملي ادارې نوموړی توقیف

کړ.

تر دې مخکې هم دغه خبریال څو- څو وارې د تحقیقاتو ملي ادارې له‌خوا له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوی ، خو بېرته خوشی شوی دی. مهراج د جمو کشمیر د مدني ټولنې له ايتلاف سره هم کار کاوه، چې د بشري حقونو یوه ډله ده او د هغې پخوانی مؤسس خرم پروېز د هند له‌خوا د ۲۰۲۱م کال په نوامبر میاشت کې ونیول شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *