افغانستان

په زرو یتیمانو او کونډو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د یاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس مولوي ثنأالله فرقاني، د نوموړي وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش او همداراز د النصیر خیریه بنسټ ځینو مسؤلینو ګډون درلود.

د دې پروګرام په ترڅ کې د النصیر خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د مرستو (۱۰۰۰) کڅوړې چې په هغې کې ( کمپلې او البسه) شاملې وې، پر زرو تنو اړمنو یتیمانو، معلولیت لرونکو او کونډو باندې وویشل شول.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل مفتي فیصل خاموش د پورتنیو مرستو د وېش پرمهال د یاد خیریه بنسټ له مرستو څخه مننه وکړه، نوموړي همداراز له نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه وغوښتل تر څو د دې بیوزله قشر (معلولینو، کونډو او یتیمانو) لاسنيوی وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *