افغانستان
په پکتيا کې له سلګونه کسانو سره د سولري برېښنا مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په پکتیا کې له سلګونو کسانو سره د سولري برېښنا د کېټونو د مرستې خبر ور کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR په پکتیا کې له سلګونو کسانو سره د سولري برېښنا د کېټونو د مرستې خبر ور کوي.
د افغانستان لپاره د یوانایچسيار څانګې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې، تېره اوونۍ یې د دې ولایت په سید کرم ولسوالۍ کې له ۱۲۰۰ کورنیو سره د سولري برېښنا کېټونو مرسته کړې ده.
د نبي په نوم د سید کرم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ویلي، په دغو سولري پنیلونو سره به یې کورونه رڼا شي او په ژوند کې دغه بدلون یې د یوانایچسيار په مرسته راځي.
د UNHCR په وینا سولرونه افغانانو ته چې ډېری یې په لیرې پرتو سیمو کې اوسي او برېښنا نهلري، پاکه انرژۍ برابروي.