افغانستان
د بولدک_ چمن تر منځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پیلېږي
چارواکي وایي، چې په راتلونکي کال کې به د بولدک- چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل کړي.
چارواکي وایي، چې په راتلونکي کال کې به د بولدک- چمن ترمنځ د اوسپنې پټلۍ کارونه پيل کړي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې لپاره مشر ملا بخت الرحمن شرافت د کندهار د اوسپني پټلۍ د آمریت څخه د لیدني پر مهال دا خبره کړې ده.
ملا شرافت وویل، چې د دغو چارو د پیل په اړه یې لومړني کارونه مخته وړي او تمه لري، چې عملي چارې به راتلونکي کال کې پيل شي.
چارواکو د داسې نورو زیاتو پروژو د پيل ژمنې هم کړې، چې ځینې یې عملي شوې دي.