افغانستان

په کندهار کې د ۷ پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کندهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولین وایي، چې د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د ۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.

د کندهار د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسئولین وایي، چې د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د ۷ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت باختر آژانس ته وویل، چې په دغو پروژو کې د کانالونو پخول او پاک کاري، د پُلچکونو جوړول او د د کلیو د سړکونو جوړول شامل دي.
ملا حکمت زیاته کړه، چې په د دغو پروژو په پلي کولو سره به په یاده برخه کې د خلکو شته ستونزې حل شي.
نوموړي وویل، چې په راتلونکو ۱۸ میاشتو کې به په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ پراختیايي پروژې پلې شي او د یادو پروژو د تطبیق په برخه کې به د کلیو ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *