اخبارافغانستان

د ستنډرډ ملي ادارې ۱۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته وګرځول

د سټنډرډ ملي ادارې ایران هېواد ته د ۱۵ ټانکره بې کیفیته تېلو د بېرته ور ګرځولو خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د نيمروز بندر له لارې يې ۱۵ ټانکره بې کیفیته

تیل (ډیزل او پټرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد

کړي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د

واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې

هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه ورځ ۶۱ ټانکره بې کیفته تېل ایران ته ورګرځولي وو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *