جهان

د یاقوت غمی په ۳۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

د نیویارک په لیلام کې وړاندې شوی د یاقوت لوی غمی په ۳۴ میلیون ډالرو وپلورل شو. د «سوتبیز» لیلام کور چې دا معامله یې مخته بوتله، وېیلي چې یاد یاقوت ۵۵،۲۲ قیراطه وزن درلود چې پخپل ډول کې «بې‌جوړې» یاقوت دی. هغه خامه ډبره چې دا یاقوت ترې جوړ شوی او پرې شوی و، وزن یې ۱۰۱ قیراطه و، چې تېر کال د موزمبیق په یوه کان کې موندل شوی و.‌

د نیویارک په لیلام کې وړاندې شوی د یاقوت لوی غمی په ۳۴ میلیون ډالرو وپلورل شو. د «سوتبیز» لیلام کور چې دا معامله یې مخته بوتله، وېیلي چې یاد یاقوت ۵۵،۲۲ قیراطه وزن درلود چې پخپل ډول کې «بې‌جوړې» یاقوت دی. هغه خامه ډبره چې دا یاقوت ترې جوړ شوی او پرې شوی و، وزن یې ۱۰۱ قیراطه و، چې تېر کال د موزمبیق په یوه کان کې موندل شوی و.‌ د موزمبیق دا شمالي سیمې د یاقوت د لویو زېرمو ځای ګڼل کېږي. دا نادر جوهر په پرتګال کې د «سټریلا دو فیورا» یا د (فیورا ستوری) په نامه یادېږي- دا د هغه کان نوم دی چې تېر کال ترې د یاقوت دغه ټوټه استخراج شوې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *