جهان

د مرغانو انفلونزا؛ برازیل کې بېړنی حالت اعلان شوی

برازیل کې وروسته له هغې د حیواناتو د روغتیا لپاره بېړنی حالت اعلام شو چې ځنګلي مرغانو کې د انفلونزا ډېرې پېښې وموندل شوې. دا بېړنې حالت د شپږو میاشتو لپاره اعلام شوی دی.

برازیل کې وروسته له هغې د حیواناتو د روغتیا لپاره بېړنی حالت اعلام شو چې ځنګلي مرغانو کې د انفلونزا ډېرې پېښې وموندل شوې. دا بېړنې حالت د شپږو میاشتو لپاره اعلام شوی دی. ۷ تازه پېښې د برازیل په اسپیریتو سانتو ایالت کې تایید شوي او یوه بله په ریو دي جينیرو ایالت کې رپوټ شوې ده. په بېړني حالت سره به حکومت وکولای شي، چې د H5N1 ساري ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره پراخ ګامونه واخلي. برازیل په نړۍ کې د چرګانو د غوښې لوی صادروونکی هېواد دی او اټکل کېږي، چې د دې غوښې له پلورلو هر کال لږ تر لږه لس میلیارده عواید ترلاسه کوي. چارواکي وايي، د یاد ویروس ثبت شوې پېښې په سویلي برازیل کې د چرګانو د تولید له اصلي سیمو لېري دي. په ۲۰۲۱ کې هم د چرګانو انفلونزا یوه سخته څپه راغلې وه چې زیات شمېر پکې مړه شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *