اخبارافغانستان

د غزني ده‌یک کې د اوبو چک‌ډېم جوړېږي

د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د ده‌یک ولسوالی د شېربوز په کلي کې د چک‌ډېم جوړولو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوی محمد ادریس حنیف ددې پروژې له کاري بهیر څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، چې یاد چک‌ډېم د ده‌یک ولسوالی د شېربوز په سمیه کې جوړېږي، چې۱۲ متره سور، ۲۲ متره اوږدوالی او ۱۵۰ متره لوړوالی لري او د لسګونه مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. دغزني دکرنې رییس له یادې پروژې څخه دلیدنې په ترڅ کې د يادې پروژې اړوندو چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د کارونو کيفيت او کميت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ښاغلي حنیف دشېربوز سيمې له ولسونو وغوښتل، چې د نوموړې پروژې کارونه په اخلاص سره ترسره کړي او له چارواکو سره هر اړخيزه همکاري وکړي.

د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري، ددې ترڅنګ د کاریزونو او څاګانو په اوبو به هم اغېز کوي، د کوچیانو مالونو ته هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه نیسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *