اخبارافغانستان

نباتاتوته دپلان جوړونې ورکشاب جوړشو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د مرکزي زون د اوړني نباتاتو د پلان جوړوني ورکشاپ په لاره واچول شوه. د دغه ورکشاپ په پیل غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «دا یو ښه اقدام دی، چې پر کروندګرو د اصلاح شویو تخمونو په وېشلو سره د دوی مرسته او ملاتړ وکړو، ترڅو ډېر حاصلات ولري، په هره برخه کې ښه پرمختګ ولرو، چې ځان بسیاینې ته ورسېږو.» په همدې حال کې د کرنې وزارت د څېړنو لوی   رئیس مولوي نصرت الله طلحه وویل: «څېړنه د کرنې یوه مهمه برخه ده، ترڅو د کرنیزو تخمونو تولیديشرکتونو په ملاتړ د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو په دودولو سره  بزګران وکولای شي، چې لوړ حاصلات ترلاسه او هغوی کرکیلې ته وهڅوو.» د کرنیزو تخمونو د تصدیق ورکوونې رییس مولوي صدیق الله رحماني په دغه ورکشاپ کې د کرنیزو تخمونو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «د کرنې وزارت مسؤل دی، چې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه چمتو کړي، موږ هر یو باید په خپلو څانګو کې هڅه وکړو چې بزګرانو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړو.» په دې ورکشاپ کې عبدالله چې په مرکزي زون کې د کرنیزو تخمونو د تولید مسؤول دی، په ۱۴۰۲ کال کې د تخمونو د وېش د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او خپل راپور یې وړاندې کړ. په مرکزي زون کې د اوړني نباتاتو د پلان جوړونې ورکشاپ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوولینو، د کرنې وزارت د متخصصینو او په مرکزي زون کې د کرنیزو تخمونو تولیدي شرکتونو د استازو په ګډون په لاره اچول شوې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *