سخن انیس

اسلامي امارت ترسره شويو ژمنو ته ژمن دی

اسلامي امارت د يوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه د ناپيلي او بي پرې سياست له مخې د سيمې او نړۍ سره د ديپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا ټينګار کوي هڅه يې کړه ده چې د متوازن تعامل پر بنسټ د متقابلو ګټو د خونديتوب له پاره لار هواره کړي ترڅو د سيمې او نړۍ په کچه د هېوادونو سره د راکړې ورکړې په وړاندې هر ډول خنډونه او ستونزې له مينځه ولاړې شي ترڅو په سيمه کې د نوي اقتصادي پياوړتیا له پاره د عملي ګامونو په پورته کېدو سره پرمختيايي خوځښت له پاره د ګړنديتوب چاره سمبالښت ومومي.

اسلامي امارت د يوه خپلواک او ازاد هېواد په توګه د ناپيلي او بي پرې سياست له مخې د سيمې او نړۍ سره د ديپلوماتيکو اړيکو پر پراختيا ټينګار کوي هڅه يې کړه ده چې د متوازن تعامل پر بنسټ د متقابلو ګټو د خونديتوب له پاره لار هواره کړي ترڅو د سيمې او نړۍ په کچه د هېوادونو سره د راکړې ورکړې په وړاندې هر ډول خنډونه او ستونزې له مينځه ولاړې شي ترڅو په سيمه کې د نوي اقتصادي پياوړتیا له پاره د عملي ګامونو په پورته کېدو سره پرمختيايي خوځښت له پاره د ګړنديتوب چاره سمبالښت ومومي.
همدا اوس اسلامي امارت د ګانډيو هېوادو سره د سوداګريزو اسانتياو د برابرېدو له امله په راکړه ورکړه کې په زړه پورې زياتوالی راغلی او د امنيت د تامين له کبله سوداګريزې اندېښنې له مينځه تللې دي.
همدا وجهه ده د اسلامي امارت د سوله ييز او متقابل احترام له کبله ورځ تربلې د باور فضا رامنځ ته کېږي او د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت په وړاندې راپيدا شوي خنډونه او ستونزې د له مينځه وړو په حال کې دي. هيله ده چې نړيول د اسلامي مارت په وړاندې د دوه مخي سياست پرځای مناسب سياست غوره کړي او د بې ځايه او پلميزو فشارونو څخه لاس واخلي. ځکه اسلامي مارت د هېواد په ټول جغرافيايي جوړښت واکمني لري او په ټول هېواد کې سراسري امنيت رامنځ ته شوی تردې دمه داسې ناوړه پېښه نه ده رامنځ ته شوې چې د سيمې او نړۍ هېوادونه وګواښوي له دې کبله اسلامي امارت په هر وخت او هره ناسته پاسته کې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته د ګواښ او وېرې اچونې اجازه ورنه کړل شي ځکه اسلامي مارت چې د سوله يز دريځ له مخې نه غواړي چې په سيمه او نړۍ کې جګړيز تاوتريخوالی رامنځ ته شي او د هېوادونو ترمنځ بې باورۍ پراختيا ومومي.
همدا اوس په تازه راخپاره شويو خبرونو کې خبرونه ترلاسه شوي چې د اسلامي مارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي چې د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په رسيمي سفر تللی په اسلام اباد کې دری اړخيزه ناسته کې يو ځل بيا د افغانستا له خاورې نورو هېوادوته د جګړييز ګواښ او وېرې اچونې په هکله خپل دريځ روښانه کړي او هغه پلميزې انګازې او اوازې چې د افغانستان له لوري به د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ رامنځ ته شي بې بنسټه اوله حقيقت څخه لرې ګڼلې دي اميرخان متقي چې په سيمه کې د ګاونډيو هېوادو په دوستانه اړيکو ټينګار کړی څرګنده کړي يي ده چې د اړيکو د پراختيا پربنسټ کولی شو چې د ترهګرو په له مينځه وړوکې ګډې لاس ته راوړنې ولرو اوس اسلامي امارت د تېر په څېر ډاډګيرنه درکوي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په شتون کې به هېڅ وسله واله بې مسووليته ډله شتون ونه لري او هر هغه څوک چې په افغانستان کې د ننه او يا له افغانستان څخه ګاونډيو هېوادو ته د تاوتريخوالي له پاره هڅې وکړي د خدای(ج) په مرسته او د هېوادوالو په ملاتړ به په نوطفه کې خنثی شي. اسلامي امارت ثابته کړې چې هره وسله اله ډله چې د امنيت د ګواښوونې هڅې کړي له مينځه تللي چې بيايي د سر پورته کېدو فکر نه دي کړي.
غوره او مناسبه به وي چې د سيمې هېوادونه د خپلو امنيتي اندېښنو پرځای د ترهګريزو ډلو د راپيدا کېدو او د هغوی د تمويل او تجهيز په هکله ژور او دقيق معلومات چې په پلميزو تبليغاتو نه وي ولاړ وارزوي ترڅو د ترهګرو د جرړو د راپيدا کېدو ځای ذګي معلوم او د مينځه وړو چاره يې اسانه شي. اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوی اميرخان متقي د پاکستان د ستراتيژيکو مطالعاتو په انستيتوت کې روښانه کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له پاره ځای ځاګي شتون نه لري او په دې لاره کې اسلامي امارت زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي. اسلامي امارت د واکمنۍ راهيسې هېڅوک او هېڅ ډله نه شي کولی نورو هېوادو ته د ګواښ لمن وروغځوي د بهرنيو چارو وزير د هغو هېوادو بې انصافه څرګندونو ته ګوته ونيوه چې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په هکله يې کوي. اسلامي امارت د نړيوالو منل شويو قوانينو له مخې بايد په رسميت وپېژندل شي او په نړيوالو غونډو کې د اسلامي امارت استازيتوب ګډون ولري ترڅو نړيوالې اندېښنې او له حقيقت څخه لرې نيوکو ته مناسب ځواب وويل شي.
ډاډه يو چې په هېواد کې د شتو سفيرانو د کارکولو ترڅنګ هغه سفارتونه چې د منفی تبليغاتو له امله د سفارتونو کار ځنډولي بيا پيل او ورځني سفارتي چاري سمبالښت ومومي.
په پاکستان کې د افغانستان، پاکستان او چين درې اړخيزې غونډې به دری واړو هېوادونو په اقتصادي، سياسي او اجتماعي برخو کې د پام وړ لاس ته راوړنې ولري او هغه ستونزې او اندېښنې چې کله کله راپيدا کېږي په وخت سره ورغاول شي. ښه به وي چې د اسلامي امارت په څېر نور هېوادونه د ژمنو د ترسره کولو پرمهال خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي او په عملي کولو کې يي سرغړونه ونه کړي ځکه د ژمنو پلي کېدل د سيمې او نړۍ د امنيت د تامين او رامنځ ته کېدو له پاره اړين ښکاري مناسبه ده چې دي چارې ته لومړيتوب او عملي بڼه ورکړل شي او د هېوادونو ترمنځ باور پراختیا ومومي.
متين

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *