اخبارافغانستان

ډېر ژر به د پاسپورټ درې نور مرکزونه پرانیستل شي

یو شمېر هېوادوال د پاسپورت ریاست له مسئولینو غواړې چې د پاسپورت د وېش له‌پاره دې لا نورې اسانتیاوي رامنځ ته کړې او په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې دې د وېش مرکزونه زیات کړي، ترڅو له ګڼه ګوڼې مخنیوی وشي.

د کابل اوسېدونکی محمد جان وايي چې د پاسپورت د وېش اوږده بهیر دوی ستړي کړي دي. نوموړی د پاسپورت ریاست له مسئولینو غواړي چې په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته شي.

« له پاسپورت ریاست څخه مو غوښتنه دا ده چې د پاسپورت په اخېستلو کې اسانتیاوي را منځ ته کړي. مرکزونه دې زیات کړي، ځینې کسان مریضان لري بهر ته ځې یا هم تحصیلي بورسونه لري چې د پاسپورت له وجه ډېر کنسل شوي دي.»

شازیه هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وايي، د پاسپورت ریاست دې یا د وېش مرکزونه ډېر کړي او یا دې هم د پاسپورتونو د وېش ظرفیت لوړ کړي.

«پاسپورت اخېستل ډېر سخت شوي دي ځکه فورمه يو کال مخکې خانه پورې کېږي، نو یو کال يا یونیم کال ایله نوبت راورسېږي، بعد له هغه خپله د پاسپورت ریاست کې هم ډېر جنجالونه دي ډېر بیروبار وي نوبت نه رسېږي.»

بلخوا د پاسپورت ریاست مسئولین وایي چې د غوره اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په پار په یوه ځانګړي پلان کار کوي چې په نتیجه کې به یې د پاسپورت د وېش درې مرکزونه پرانستل شي.

د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن په دې اړه وایي: « د پاسپورت ریاست د مرکز کابل په ګډون په ټولو ولایاتو کې خپل خدمات روان ساتلي. موږ په یو شمېر زونونو کې خپل کاري ظرفیت زیات کړی دی، همداراز مرکز کابل کې مو خدمات چټک کړي دي او په دې برخه کې کومې اسانتیاوي چې مخکې مو په پلان کې وي، هغه مو تر ډېره هېوادوالو ته برابرې کړې دي»

دا په داسی حال کې دی چې تر دې وړاندې هم په وار وار هېوادوالو د پاسپورتونو د وېش له بهیر څخه يې شکایتونه درلودل او له یاد ریاست څخه يې په دې برخه کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کېدلو غوښتنه کړې ده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *