یاد پرېکړه لیک چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي مولوي احمد علي جان احمد او له افغان ماشومانو سره د جرمني مرستي مؤسسې له مرستیال ښاغلي الحاج مصطفی تر منځ د یوې ناستې په ترڅ کې لاسلیک شو چې له مخې به یې یاده مؤسسه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سره په همغږي په لرې پرتو سیمو کې د بیوزلو خلکو، کوچي قشر، راستنو شویو مهاجرینو لاسنیوی کوي او له طبیعي پیښو څخه زیانمن شوي هېواد وال به د مرستو تر پوښښ لاندې راولي.
په پیل کې ښاغلي الحاج مصطفی د یادې مؤسسي د فعالیتونو د څرنګوالي په معلوماتو کې وویل: چې یاده مؤسسه د بېلابېلو سیمو بې وزله او له طبیعي پېښو څخه زیانمن شوي خلک د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راولي او لاسنیوی یې کوي.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین مولوي احمد علي جان احمد د یادې مؤسسې له لوري پر عملي فعالیتونو د ټینګار ترڅنګ وویل: چې په ولایتونو کې دې په یادو برخو کې د خلکو اساسي اړتیاوې په پام کې ونیول شي او همکاري دې ورسره وشي.