افغانستان

په هلمند کې یو روغتیايي مرکز جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

په هلمند کې نږدې ۳۰۰ زره میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په هلمند کې نږدې ۳۰۰ زره میلیونو امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکتر سید احمد سعید د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند په مختار سیمه کې د کډوالو عالي کمیشنرۍ نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۲۸۷ زره ۹۶۹ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړه  چې یاد روغتیايي مرکز به  د ۶۵ زره کورنیو لپاره کفایت وکړي او د دې روغتیايي مرکز کاري ډله به ۲۴ ساعته د هېوادوالو په خدمت کې وي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د کډوالو چارو رئیس الحاج مولوي الله داد انقیادي وویل چې د یاد روغتیايي مرکز په پرانیستلو سره به د زیاتو هېوادوالو ستونزې لرې شي.

هغه له همکارو موسسو څخه وغوښتل چې د هغو هېوادوالو لپاره هم دغه شان روغتیايي مرکزونه په پام کې ونیسي چې په ګاونډیو هېوادونو کې مهاجر دي او اوس خپل هېواد ته راستانه کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *