اخبارگزارش

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې خپل نوی  ښونیز کال پیل کړ

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې ۱۴۰۳ ښوونیز کال پرون د یو لړ مراسمو ترڅنګ پیل کړ. دغو مراسمو کې د یادې ادارې پر مسوولینو سربېره د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست خلیل الرحمن حقاني، د ازموینې ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني، د لوړو زدکړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال محمد طاهر او ځینو نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د عوامو په دیني او عصري زدکړو ټینګار درلوده او د مدرسې، ښوونځي، پوهنتون، محصل او طالب العلم ترمنځ یې د واټن له منځه وړلو هیله وښودله. نوموړي ځوانان له وسلې او مایکرافون سره تشبه کړل، په دې اړه هغه زیاته کړه: مونږ خپل پرسونل، محصلین، نسل بل چاته په لاس کې ورکړی دی، د دغه اشخاصو مثال لکه دغه اسلح او مایکرافون دي، که ستا په لاس کې وي، نو ښه ته به ترې ګټه اخلۍ او که چېرې دا اسلح او مایکرافون

مو بل چاته په لاس کې ورکړ، نو دا به بیا ستا په خلاف استعمالوي. دهٔ له حکومته او تعلیمي مرکزونو مسوولینو څخه وغوښتل چې کډوالو ته دې په مختلفو علمي او تحصیلي برخو کې وړیا زدکړې برابرې کړي او له بااستعداده اشخاصو څخه دې په کارونه کې استفاده وکړي.

غونډه کې د ازموینې ملي ادارې سرپرست رئیس عبدالباقي حقاني هم وینا واوروله؛ چې د نوموړي وینا تر ډېره د ځوانانو په بېکارۍ ورټوله وه. هغه وایي د ځوانانو بېکاري د دې لامل ده، چې د نورو د لاس آله وګرځي. د نوموړي په وینا که ځوانان مو په مسلکي او تخنیکي زدکړو غني شي، نو نه یوازې چې نورو ته به لاس نه نیسي، بلکې نورو سره به مرستې وکوي. هغه زیاته کړه: که زمونږ په ځوانانو کې بهرنی اثر منځته راځي، اساس یې احتیاج، فقر او په علمي او عملي میدان کې کمزوري ده.

د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې سرپرست غلام حیدر شهامت بیا و ویلې چې نن ورځ د علم د پیل او د قلم د حرکت ورځ ده. هغه د تېر حکومت په نیمګړتیاوو او د خپلې ادارې په لاسته راوړنو هم خبرې وکولې او ویې ویلې چې تېر حکومت کې په ځینو تعلیمي برخو کې حتی د ببرک کارمل او نجیب ترکي وخت نصابونه تدریسېدل، چې مونږه پکې تغییرات راوستل او له اوسني عصر سره مو برابر او معیاري کړل.

د تخنیکي او مسلکي زدکړو دغه اداره چې له ډېر پخوا راهیسې فعالیت کوي، د بازار له غوښتنو سره سم د هېواد وګړو ته په تخنیکي او مسلکي برخه کې زدکړې ورکوي او د کار زمینې ورته برابروي.

باور دا دی چې د افغانستان د ځوانانو د بېکارۍ یو لامل د ځوانانو نه مسلکیتوب دی او که ځوانان په مسلکي او تخنیکي زدکړو سمبال شي، نو بهر ته په تللو افغانانو کې به هم د پام وړ کموالی راشي

 

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *