جهان
امريکا؛ د کلیزې په مراسمو ډزو مرګ ژوبله اړولې
د نڅا په یوه کلب د کلیزې په محفل کې ډزو۴ کسان وژلي او ۲۸ نور ټپيان دي. د امریکا ولسمشر جو بایدن، تر پېښې وروسته د وسلو کارولو په قوانینو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
د نڅا په یوه کلب د کلیزې په محفل کې ډزو۴ کسان وژلي او ۲۸ نور ټپيان دي. د امریکا ولسمشر جو بایدن، تر پېښې وروسته د وسلو کارولو په قوانینو کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده. دغه ډزې د الاباما ایالت په ډيډويل سیمه کې شوې. د يو شمير ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی. د پېښې پلټنه کېږي.د ډيډويل سیمې د پولیسو مشر جوناتهن ايل فلائیډ،د خبري کنفرانس پر مهال له خلکو وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي. په امريکا کې وخت ناوخت داسې پېښې د خلکو ژوند اخلي.