د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د کب له ۱۸ مې تر ۲۴ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره ۹۵۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۷۰ زره ۳۲۹ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۴ زره ۹۴ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۶ زره ۵۲۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې تېره اوونۍ دغه راز ۸۶۹ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د زرګونه مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن