اسلامیمقالات

د ښځو زده کړې او تحصیلات خورا اړین دي!   

د ښځو په اړه خلک ډېرې خبرې کوي، هر څوک له خپلو عینکو ورته ګوري، ولې د اسلام سپیڅلي دین لوړ مقام ورکړی دی. له هغه وړاندې چا د قدر په سترګه نه ورته کتل، تر دې چې د عربو مشرکانو خو ژوندۍ په خاورو منډلې، یو له دې امله چې سبا مې لور پېغله شي، بل تن راځي خپل اړوند کس ته یې غواړي او دا د شرم خبره ده زه یې نه شم زغملی، بل یې د نیستۍ او فقر له امله وژله، الله ج وایي:«و اذا المؤدة سئلت بأي ذنب قتلت».       ژباړه:  (او کومه جینۍ چې ژوندۍ په قبر کې خښه کړل شوې وه کله چې: له هغې د وژل کېدو سبب وپوښتل شي). [ تکویر۸]

همدا رنګه الله ج وایي:« و لا تقتلوا أولادکم خشیة املاق نحن نرزقهم و ایاکم».                                  ژباړه: (او خپل اولاد د نیستۍ له امله مه وژنئ موږ هغو ته هم روزي ورکوو او تاسې ته هم). (اسرائیل۳۱).                      اوس هم ډېر مسلمانان شته چې د جینکیو پیدایښت بد ګڼي،د هماغه مشرکانو غوندې تندي تروش(تریو) کاندي، د لور په زیري ورکول کېدو خپه شي، الله ج وایي« و اذا بشر أحدهم بالأنثی ظل وجهه مسودا و هو کظیم یتواری من القوم من سوئ ما بشر به أیمسکه علی هون أم یدسه في التراب ألا ساء ما یحکمون».        ژباړه: او کله چې له دوی نه کوم یوه ته د لور د زوکړې زېری ورکړل شي د هغه څېره توره واوړي او زړه یې له غمه ډک وي. دا زېری بد ګڼي او له خلکو پټیږي(دا فکر کوي) چې له شرم سره یې وساتي او که په خاوره یې ومنډي، دوی څومره ناوړه حکم کوي).   [نحل۵۹/۵۸] .

لور رحمت دی، لور الهي نعمت دی، د هغې په زوکړه تندی تریوول د الله ج په نعمت او رحمت ناخوښه کېدل دي. رسول الله ص وایي« من کان له ثلاث بنات او ثلاث أخوات او ابنتان او اختان فاحسن صحبتهن و اتقی الله فیهن فله الجنة»ژباړه: (چا چې درې لوڼې یا خویندې لرلې او یا یې دوې لوڼې یا خویندې لرلې نو د هغو ښه پالنه او ملګرتیا یې وکړه او د دوی په اړه له الله ج ووېرېده، د ده لپاره جنت دی) .      ترمذي.

لور جنت ته د مور او پلار د ننوتلو لامل دی، دواړه جنت ته بیايي، یوه لور چې تولد شي ښه پالنه او ښوونه یې په کار ده، لومړی ښه نوم پرې کېښودل لازم دي او کله چې د واده مرحلې ته ورسیږي، ښه غوره ځای ورته کتل په کار دي، انسان به د غوره ځای کوښښ کوي نور به یې الله ج ته سپاري. رسول الله ص وایي:« تنکح المرأة لأربع: لمالها و لحسبها و لجمالها و لدینها فاظفر بذات الدین تربت یداک».                       ژباړه: ( ښځه د څلورو شیانو لپاره په نکاح کیږي: د هغې د مال د حسب ، نسب د ښکلا او د هغې د دین لپاره، نو ته د دینداره هڅه وکړه لاسونه دې په خاورو شه).                  نسایي      ابو داود.

په اسلام کې د ښځو حقوق معلوم دي، څوک یې چې نه ورکوي دا د هغوی ګناه ده، د مثال په ډول مهر نه ورکوي، بلکې د هغې اړوند کسان یې په خپلو جیبونو کې اچوي. یا یوه ښځه له میراث وړلو څخه بې غمه کړي، میراث کې خپل سهم نه ورکوي. همداشان په ځینو قومونو کې کوم کس چې د بدۍ مرتکب شي، نو د روغې جوړې پرمهال(لورـ خور) ورکوي.دا ټول شیان په اسلام کې مردود دي، یا په بعضې ولسونو کې له کوره بهر کارونه هم په ښځو باندې کوي چې دا هم د اسلام په سپیڅلي دین کې نه شته.

ځینو مسلمانو وګړیو له ناوړه کارونو څخه د ښځو د حقوقو فعالان بیا داسې برداشت کوي چې: دا د اسلام احکام دي، ولې دا د اسلام له اصولو څخه نه دي دا خلکو له ځانه جوړ کړي، اسلام ښځو ته غوره حقونه ورکړي، د مور او پلار په کور کې یې د ژوند ژواک ټول هر څه په هغوی دي او چې واده شي بیا یې ټول امور د خسرګنۍ په غاړه دي، زده کړې یې د مور او پلار او وروڼو په اوږو دي، هغوی به یې پرې کوي، البته هغه زده کړې چې اسلام امر پرې کوي، د ښځو لپاره د پارلمان د چارو علوم، د بهرنیو اړیکو علوم او نور هغه علوم چې د ښځو په دین پورې نه وي تړلي، د هغه اړتیا نه شته.

اوس لویدیځوال او د هغوی تالیڅټي په هر مجلس او غونډه کې د ښځو په تعلیم او حقوقو غږیږي او بحث پرې کوي، د افغانستان برخلیک ورسره تړلی، کومه ورځ چې دوی د ښځو د ورځې په نوم یادوي نو په هغه ورځ د دوی په اړه ډېرې خبرې کوي. په ګران ټاټوبي کې ډېر قومونه اوسیږي او ځانته ځانته ارزښتونه او رواجونه لري، ځینې د ښځو له تعلیم سره مخالف دي او بعضې بیا د ښځو د زده کړو لپاه د جنون او لېونتوب تر کچې رسېدلي او په هر ډول حالاتو کې د زده کړو پلویان دي او یو شمېر بیا د شروطو او ظروفو د جوړېدو پلویان دي.باید هر کور ښوونځی، مدرسه او پوهنځی وي، د کور لوستي نارینه مجبور او مکلف دي چې په کور کې اسلامي درسونه جاري کړي

لیکنه: محمدعلي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *