افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت څه د پاسه ۷۰۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، مسئولین وايي چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې، څه د پاسه ۷۰۴ میلیونو ۴۸۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت، مسئولین وايي چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې، څه د پاسه ۷۰۴ میلیونو ۴۸۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې پرون سې شنبه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د صنعت او تجارت وزارت مسئولینو د دغه وزارت د ۱۴۰۱ مالي کال مهم فعالیتونه، لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له رسنیو سره شریک کړل.

په دې غونډه کې د صنعت او تجارت وزارت معیين مولوي قدرت الله جمال وویل: په تېر یوه کال کې د افغانستان اسلامي امارت وتوانېد چې د لومړي ځل لپاره د هېواد صادرات نږدې دوه میلیارده ډالرو ته ورسوي. دغه ارقام د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله، ۱۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

مولوي جمال زیاته کړه چې د تېر کال په تجارتي بیلانس کې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی چې په دې اساس په دغه کال کې افغانستان ۷۸ سلنه واردات او ۲۲ سلنه صادرات درلودل.

د هغه په وینا، اسلامي امارت د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه لري او په همدې دلیل اوسمهال افغانستان تر ۵۰ پورې سکتورونو کې ( د اوسپنې ویلي کولو او سیخ ګول د تولید، د مینځلو تولیداتو، پنځلس قلمه دوايي، نوشابې او انرژۍ، قالینو، چاپ او داسې نورو) برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی.

د جمال د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې شاوخوا ۱۰۰ بهرنیو پانګه والو ویزې ترلاسه کړې او د هېواد په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کانونو او زراعت په برخو کې یې د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده. همدا رنګه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اړوندو ادارو په همکارۍ، ۵۱۰۰ جوازونه وېشلي، ۷۲۲۸جوازونو تمدید کړي، ۳۳۳ جوازونه لغوه شوي او دغه راز ۷۰۰۰ نوي تجارتي پاسپورټونه ویشلي دي.

د صنعت او تجارت وزارت معین وویل چې دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې، څه د پاسه ۷۰۴ میلیونو ۴۸۹ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د ۱۴۰۰ مالي کال په پرتله څه د پاسه ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه، پر اقتصادي طرحې او د نساجۍ پر صنعت تمرکز، د سیمه ییزو همکاریو تقویت، د افغانستان د صادراتو زیاتوالی، د ډېرو پانګونو جلب او جذب او په صنعتي پارکونو کې د پانګونې ته د زمینې برابرول، د صنعت او سوداګرۍ د ۱۴۰۲ مالي کال مهم پلانونه یاد کړل.

د غونډې په پای کې، مسئولینو د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *