اجتماعیمقالات

د پسرلي ښکلی موسم مخ په را لنډېدو دی

 

له ساړه ژمي وروسته هرڅوک په تلوسه د پسرلي راتګ ته سترگې په لارې وي ، ځکه په دغه موسم کې د مځکې مخ شا وخوا غرونه رغونه له ویروونکوسپینواویخو واورولوڅېږي، لمرداستوا دکرښې په لور رالنډېږي اوپه دې توګه خپلې تودې وړانکې دمځکې په لورنیغې را شړي ، د پسرلي موسم په لسګونوښېګڼې نورې هم لري، په دغه موسم کې هرڅه بدلون مومي، د سپینواو یخو واوروپه ځای شڼېدلي بارانونه اورېږي ، بیدیا او دغرونولمنې دغاټول او ریدي د گلانو زرغونېدوته تیاری نیسي اوبزگران خپل دکرکیلې سامانونه سمبالوي. د پسرلي موسم نه یوازې دانسانانو لپاره دکال ترټولوپه زړه پورې اوښکلی موسم دی بلکې دغه موسم د ونواونورونباتاتود راژوندي کېدوموسم هم دی.

له نیکه مرغه چې افغانستان د نړۍ د جغرافیا په یوه داسې موقیعت کې قرارلري چې د کال څلورواړه فصلونه یې په عجیب ښه اوداسې منظم ډول عیارشوي دي چې هرفصل یې د ځانگړیوخصوصیاتواو مشخصاتوپه درلودلو سره ، له یوبل نه متمایزاود بزګرانوپه ګټه وي اوپه ضمن کې یوبل ته ممدهم واقع کېږي ، ژمي د یخنۍ موسم دی په دې موسم کې بزگران داستراحت په حال کې وي ځکه غرونه رغونه سپینوواوروپوښلي وي ، کله چې څړمونی شي نودپسرلنیوکښتونوپه کرکیله پیل وکړي اوترڅنگ یې د بیلا بیلوخوږومیوه لرونکوونو نیالي او(بوځغلي) کښینوي ، په اوړي کې له کرنیزومځکوڅخه خپل حاصلات راټولوي، دمني په موسم کې غنم کري اودژمي لپاره تیاری نیسی ، دا لړۍ موځکه ذکرکړه چې په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته چې ژمی اوړی یې نه معلومېږي ، د اروپا په قطب شمال کې داسې هېوادونه موجود دي چې شپږمیاشتې لمرنه ویني اوبیا وروسته شپږ میاشتې پرلپسې لمرپرې را ځلېږي ، همدارنگه هغه هېوادونه چې د استوا د کرښې په شمال اوسهیل لنډه فاصله کې واقع دي له سختې گرمۍ نه سخت ځورېږي چې دا ټول توپیرونه په دې دلالت کوي چې افغانستان د نړۍ په یوه داسې جغرافیایی موقیعت کې قرارلري چې مناسب اقلیم لري.

زموږ په هېواد کې د څړموني موسم د حمل په لومړی ورځ پیلېږي او دا ورځ د پخوانیوآریا یانو له زمانې څخه په میراث را پاته ده ، خوپاته دې نه وي چې د اورځ په ډېره سختۍ تثبیت شوی ځکه د آریانا پوهانو اوستوري پیژندونکو ددې ورځې لپاره حسابونه وکړل، په آسمان کې یې د لمربرجونه وټاکل، دهرې ورځې لمرختل اولوېدل یې په نښه کړل چې ددې محاسبو په نتیجه کې معلومه شوه چې د هوا اعتدال د حمل په لومړی ورځ د تودوالي اود میزان په لومړی نېټه د یخ په لوري میلان مومي او همدارنګه دا دوې ورځې دشپې او ورځې د سمون ورځې هم دي .

پورته حساب د لمریزکال څخه محاسبه کېږي په هروشپږدیرشوکالوکې هجري شمسي حساب پوره یوکال له هجري قمري کال څخه ترمخ کېږي نوځکه د حمل لومړی نېټه د کال هغه ورځ ده چې د لمرداسې ثابت دوراني حساب پرې ټاکل کېږي چې یوه ثانیه تغیر، تبدیل اوبدلون نه پکې را ځي ، نوله همدې کبله د حمل لومړۍ ورځ دنوي کال یا د څړموني د موسم لومړی ورځ ده که څه هم یوشمیرفلالوجستانودې ورځې ته د اختر (یختېر) کلمه هم کارولې ده ماناداچې له دې ورځې وروسته یخ تیریږي خوا دا د هغوی خپل شخصي نظردی موږ پرې کوم کارنلرو ، موږ د آریایانو له زمانې څخه مستند روایت لرو چې څړمونی د حمل له لومړۍ ورځې پیلیږي.

په معاصرافغانستان کې هم  نوی کال په همدې ورځ پیل کېږي.  د بزگرورځ هم د حمل په دوهمه ورځ ټاکل شوې خوپخوانیو افغان باچاهانو به د حمل په لومړی ورځ په خپل لاس د قولبې مراسم ترسره کول او په بزگرانو به یې ډالۍ ویشلې .

داچې د حمل په لومړۍ ورځ خلک د یولړفولکوریکوعقایدو له مخې خوشحالۍ کوي، ځانگړي خواړه پخوي اوباورلري چې د کال ترآخره به داسې خوشحاله اولذیذخواړه وررسېږي یوه فولکوریکه او زردشتی عقیده ده چې باورپرې لویه گناه ده ځکه هرڅه د الله پاک په بلاکیفه اراده دي .

حیات الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *