افغانستان
په لغمان کې یو جومات جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو
د لغمان د ارشاد حج او اوقافو ریاست مسئولینو په یاد ولایت کې د یوې خور له خوا د ۷۰۰ زرو افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د لغمان د ارشاد حج او اوقافو ریاست مسئولینو په یاد ولایت کې د یوې خور له خوا د ۷۰۰ زرو افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست مسئولینو وویل چې دغه جومات د یاد ولایت د الینګار ولسوالۍ په چینچارپول سیمه کې یوې میرمنې چې د شېرمحمد اخند زاده لور ده په خپل شخصي لګښت یې جوړکړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه جومات د ۱۶ مترو په اوږدوالي او ۱۱ مترو په پراخوالي د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت په لازمو وسایلو سمبال په پاخه او اساسي توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.