اسلامیمقالات

د غوره  وختونو لټون

 

یو ښه مسلمان چې تل په ښو کارونو کې له نورو وړاندېتوب کوي، ورته بویه چې هغه وختونه ولټوي چې الله ج له ځانګرو برکتونو او فضایلو ډګ کړي، لکه څرنګه چې پیغمبر علیه السلام فرمایي((خدای مو ځیني وختونه برګتمن ګړي، نو ویې لټوئ.))

هغسې چې الله تعالی ځینو کسانو ته په ځینو نورو ځانګړی لوړوالی ورکړی، ځینو نوعو ته يې ګټورتیا ورکړې، ځینې ځایونه یې برکتمن کړي، نو دا طبیعي ده چې ځينې وختونه یې هم له خیره ډک کړي ځکه هغه د ټولې نړۍ خالق او هستوونکی دی. هغه لوړ ذات فرمایي :

ژباړه: او ستا رب چې څه غواړي هغه پیدا کوي او غوره کوي یې، د دوی څه اختیار نشته…(القصص:۶۸) الله تعالی د شپې د وروستۍ  برخې ساعتونه برکتي کړي. دا هغه وخت دی چې الله تعالی په داسې کیفیت خپلو بندګانو ته ځان څرګندوي، چې د هغه له شان سره ښايی او غږ پرې کوي: (( آیا څوک شته چې بښنه رانه وغواړي او زه  یې ګناهنونه ور وبښم؟ شته څوک چې توبه وباسي او زه یې توبه قبوله کړم؟ شته څوک چې له ما غوښتنه لري؟ شته څوک چې له ما دعا وغواړي؟ او(دا) تر رڼا کېدو پورې ( دوام کوي).))

همدا لامل دی چې سپېڅلی او رښتینی ذات الله جل جلاله فرمایي: ژباړه: بې شکه متقیان په باغونو او چینو کې دي. څه چې خپل رب یې ورکړي د هغو را اخیستونکي به وي، یقیناً هغوئ له دې نه وړاندې نیکان وو. هغوئ به دشپې لږ(وخت) وېده کېدل. او په سهارونو کې به یې بښنې غوښتلې.

(الذاریات:۱۵-۱۸) رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(( هغه وخت چې الله خپل بنده ته له بل هروخت نه زیات ور نږدې وي د شپې وروستۍ درېېمه برخه ده. نوکه تاسې یوله هغو کسانو یاستئ چې په دې ګړۍ کې الله (ج) یادولی شئ. نو همداسې وکړئ.))

الله تعالی ته ترټولو خوښه ورځ د جمعې مبارکه ورځ ده. د جمعې ورځ د مسلمانانو اونیز اختر دی چې دوئ پکې د جمعې لمونځ ادا کوي او په دې ورځ کې یوه ګړۍ داسې وي، که په هغې کې یو مسلمان له الله تعالی څه وغواړي، نو خامخا به یې ترلاسه کړي.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایې:

((څوک چې د جمعې لمانځه ته په لومړي وخت کې ځان ور ورسوي، نو داسې دی لکه یو اوښ یې چې صدقه کړي وي اوڅوک چې په دوهم ساعت کې ورسیږي، نو داسې دی لکه غوی یې چې صدقه کړی وي، هغه چې په درېېم ساعت کې ور ورسیږي، داسې دی لکه اوزه یې چې صدقه کړې وي، هغه چې څلورم ساعت کې ور ورسیږي نو داسې دی لکه چرګه یې چې خیرات کړي وي او بیا یو هکۍ؛ خو کله چې امام د خطبې لپاره په منبرکېني، نو پرښتې هم دخطبې د اورېدو په پار جومات ته ننوځۍ.))

او دغه رازالله تعالی ته دکال تر ټولو خوښې او نږدې ورځې د ذوالحجې میاشتې لس ورځې دي او په دې لسو ورځو کې تر ټولو غوره د عرفې ورځ ده. پیغمبر علیه السلام یې یادونه په دې ټکو کړې:

((الله تعالی ته له دې لسو ورځو څخه زیاتې غوره او نږدې ورځې نشته. ویې ویل: ای د الله رسوله آیا د الله په لاره کې جهاد هم نه؟ ځواب یې ورکړ: نه، د الله په لاره کې جهاد هم نه، پرته له دې چې یو سړی له خپل روح او شتمنۍ سره ووځي او په داسې حال کې بېرته راوګرځي چې له دې څخه یوهم  ورسره نه وي.))

کله چې الله ته د ترټولو غوره میاشتو خبره راشي، نوبې له شکه چې هغه د روژې میاشت ده. دا میاشت له یوه ځانګړي مقام څخه برخمنه ده او هغه دا چې په دې میاشت کې قرآن کریم پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی او مسلمانانو ته د روژې، د شپې لمانځه او د ښو کارونو د زیاتوالي امر وشو. په دې توګه، روژه د نېکیو او تقوا میاشت ده. همدا لامل دی چې سلف صالیحینو به په ډېرې لوالتیا غوښتنه کوله ترڅو خپلې  نیمګړتیاوې  ورژوې او ځآن له ګناهونو پاک او سپېڅلی کړي.

له عباده ابن الصامت  رضی الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر علیه السلام یوه ورځ د روژې په میاشت کې وفرمایل:

(روژه درته د برکتونو د میاشت په توګه راغلې او الله مو په دې میاشت کې ساتنه کوي؛ نو هغه خپل رحمتونه درباندې نازلوي، ګناهونه مو رژوي او دعاوې مو قبلوي. په دې کې مو سیالي ته ګوري او د پرښتو په وړاندې مو ستاینه کوي. نو الله تعالی  ته مو تقوا او رښتینولي وښیئ، ځکه چې بد مرغه کس هغه دی چې په دې میاشت کې د الله پېرزوینه، بښنه او لوریېنه په برخه نه شي.))

که څه هم د روژې ټوله میاشت یوه ارزښتناکه او له برکتونو ډکه میاشت ده، خو وروستۍ لس ورځې یې ترټولو زیاتې له ارزښت او اهمیت څخه برخمنې دي اوکولی شو دا ارزښت په لاندې دوو علتونو کې څرګند کړو:

لومړی: دا ورځې ددې برکتمنې میاشتې وروستۍ ورځې دي او هغه اعمال چې په دې ورځوکې ترسره شوي وي، له زیات ارزښته او اجر څخه ډک وي. همدا لامل دی چې په یوې دودیزې دعا کې راځي.

((ای الله، زما د ژوند ترټولو غوره پړاو وروستی پړاو وګرځوه؛ او تر ټولو غوره اعمال مې وروستني اعمال وګرځوه؛ او زما تر ټولو غوره ورځ هغه کړه چې له تا سره مخ کېږم.))

دوهم، د قدرشپه یو له دې غوره وختونو څخه ده او دا هغه شپه ده چې الله تعالی پکې برکتونو نازلوي، لکه الله تعالی فرمایي:

ژباړه: بې شکه موږ هغه (قرآن) د قدر په شپه نازل کړي او ته څه پوه کړی یې چې د قدر شپه څه ده؟ د قدر شپه له زرو میاشتو غوره ده. په هغې کې ملایکان او روح د خپل رب په اجازه د هر (ټاکلي) کار د پاره را کوزیږي. هغه (ټوله) سلامتیا ده، تر سهار ختلو پورې.(القدر:۱-۵)

د روژې په دې لسو ورځو کې، پیغمبرعلیه السلام به دشپې لمونځ کاوه او دکورنۍ غړي به یې هم پاڅول چې په دې کارکې ورسره کډون وکړي.

له روژې وروسته محرمې میاشتې راځي چې رجب، دوالحجه، ذوالقعده او محرم څلور میاشتې دي. الله تعالی فرمایي.

ژباړه: په حقیقت کې د الله په وړاندې د میاشتوشمېر دولس دي، د الله(ج) په کتاب کې له هغې ورځې چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي چې له هغو نه څلور حرامې دي، همدا سم دین دی، نو په دغو کې پرخپلو ځانو ظلم مه کوئ….(التوبة:۳۴)

له وخت څخه د ګټې اخیستنې لېوالتیا:

د مسلمان د خپل وخت په وړاندې ترټولو لومړنۍ دنده دا ده چې باید ښه ساتنه یې وکړي، کټ مټ هماغسې لکه دخپلې شتمنۍ ساتنه چې کوي او یا له هغې هم زیاد؛ او په داسې لارو کې یې وکاروي چې د ده او دخپل امت دواړو لپاره یې ګټور اومفید وي.

دا ځکه چې اسلاف (رحمهم الله تعالی) د وخت دارزښت په اړه تربل هرچا ښه پوهیدل، هغوئ له وخت سره د چلند په برخه کې له چا زیات احتیاط کوونکي وو. دا د حسن البصري په خبرو کې له ورایه بریښي، هغه وایي چې له داسې خلکو سره مخ شوی یم چې د خپل وخت ساتنه يې له هغه زیاته کوله چې نن ورځ یې موږ د خپلو شتمنیو کوو.

همدا لامل دی چې داسې خلک د خپل وخت سمې کارونې ته په خاصه توګه لیواله وو او هېڅکله یې هم بې ځایه نه تېراوه، لکه عمر بن عبدالعزیز وايي:((یقیناً، شپه او ورځ په تا کې کار کوي، نو ته په هغو کې کار وکړه.))

هغوی به ویل چې د وخت بې ځایه تېرول له وخت سره د کرکې نښه ده اودغه راز په دې باور وو چې وخت د تورې په څېردی: که یې ته غوڅ نه کړې، نو وخت به تا غوڅ کړي. دې اند او باور هغوی تل هڅول تر څو د ځان د ودې په پار زیار وباسي. هغوی باور درلود چې: هغه څوک چې نن یې د پرون په څېردي، غمجن او ویر لړلي دي؛ خو هغه څوک چې نن یې له پرون څخه بدتره ده، بدمرغه او بد بخته دی.

هغوی دومره محتاط وو چې یوه ورځ، تردې چې د ثانیې یوه برخه یې هم نه پریښوده چې یې بې ګټې تېره شي، یا به یې په ګټور علم کې تېروله، یا به یې ښه کارونه کول، یا به یې د خپلو خواهشاتو پر وړاندې مبارزه کوله او یا به یې نورو ته ښېګڼه رسوله. هغوی تل له دې ویرېدل چې وخت به ترې بې ګټې تېرشي او دوی به یې په اړه خبر هم نه وي. دا حقیقت د ابن مسعود رضی الله عنه له دې وینا ډېر ښه څرګندیږي، دی وایي: هیڅکله مې پر کوم شی دومره غم یا خفګان نه دی ښودلی لکه پر هغې ورځې چې تېره شوي وي او ما ترې ګټه نه وي اخیستې او یو بل تن وایي: زما هغه ورځ بې ځایه تېره شوې ما پکې داسې علم نه وي ترلاسه کړی چې الله جل جلاله ته یې ور نږدې کړی اوسم. دغه راز یو هوښیار وايي: هرهغه څوک چې یوه ورځ بې له دې تېره کړي چې ګټه ترې پورته کړي، یقیناً ځان یې تېر باسه.

خو نن ورځ چې مسلمانان په څه ډول د وخت په بې ځایه تېرولو وینو، زړونه مو له غم خفګان څخه را ډکوي. په حقیقت کې د وخت بې ځایه تېرول، د شتمنۍ او دارایۍ له بې ځایه لګولو ډېر زیانمن او خطرناک دی، دا ځګه چې د شتمنۍ برعکس د وخت عوض او بدیل هېڅکله نه شو موندی.

یوه هغه جمله چې موږ یې نن سبا هر چېرته اورو، هغه((د وخت وژنه)) ده. موږ وینو چې خلک ساعتونه ساعتونه ناست وي، هیڅ هم نه کوي مګر په نرد، شترنج او تاش بوخت وي. هغوئ اصلاً په دې فکر نه کوي چې دا ډول وخت تېرول یې سم کار دی او که ناسم. هغوئ په بشبړډول له خپلو دیني وجایبو او دندو غا فل وي او یوازینۍ بوختیا یې د وخت وژل وي. دا ډول خلک د خواخوږۍ او مرستې وړ دي، ځکه دوی له دې نا خبره دي چې د وخت په وژلو، دوی پخپله خپل ځانونه وژني. نو، د وخت وژل د ځانوژنې په څېر ده اوداسې یوه سرغړونه ده چې د ټولو خلکو په مخکې ترسره کیږي، خو هغه خلک چې دا سرغړونه تر سره کوي، بالکل نه غندل کیږي، ځکه چې خلک په دې نه پوهیږي چې دا جرم څومره ستر او ښايي بدتر دی او په ټوله کې دوی اصلاً د دې شعور نه لري چې یو ناسمه کړنه ترسره کوي.

سرچینې

قرآن کریم.

1- القرضاوی، یوسف، د وخت ارزښت، ژباړن رحمت ، شاه فراز افغانستان ۱۳۹۸.

۲- ټرېسي، برایان، د کار اوبارځواک، ژباړن حامدالله،ستون کابل ۱۳۹۸

۳- انترنت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن