اجتماعیمقالات

په افغانستان کې بشري حقونه خوندي دي:

 

ولي د فلسطینې ماشومانو بشري حقونوته  پاملرنه ، نه کیږې؟!

د تیر ۲۰۲۰ ع کال د فیبروري پر ۲۹مه د افغانستان داسلامي امارت له خوا د ملابرادر او د امریکا د متحده ایالاتو د  د رالیږل شوي استازي زلمي خلیلزاد  ترمنځ دسولي تړون لاسلیک شو امریکايي اشغال پای ته ورسید دواړو خواو، یو بل ته سندونه ورکړل او د اساسنامي د متن په اجراتو او تبیق تینګار وشو .

د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت  سره دا هیلي پیدا شوي چې که خدای ج کول په افغانستان کې به سوله اوثبات تامین شي خوله بده مرغه  امریکا او متحدینو ېې په ښکاره د مندرجو مواد چې په متن کې ځاي شوي ووپه ښکاره سرغړونه وکړه او د افغانستان  درسمیت پیژندي او د دیپلوماتانو د تبادلي ترڅنګ ېې د افغانستان ۶/۹ میلیونه ډالر بند او په دي جنګ ځپلي هیواد ېې تحریمونه او بندیزونه ولګول  او داسي آوازي او ډنډوري پیل کړي چې ګویا پر افغانستان کې بشري حقونه په تیره بیا دښخو او انجونو بشري حقونه تر پښولاندي شوي .

که څه هم په دي اړوند د تیر رژیم نه یو لړ ستونزي پاتې دي او هغه دا چې افغانستان تازه دسولي اوثبات په لور ګامونه پورته کړي اوله شک پرته  دا ناحوالي یو څه وخت غواړي  خو خبره داسي نه ده د بشري حقونو منادیان باید پوه شي چې دافغانستان میرمني او ځواني نجوني د اسلامي شریعې اوسلامي ارزښتونو په رڼاکې  ښونځیو او خصوصي پوهنتونونو ته د پوره امن پر فضا کي خپل درسونه تعقیبوي اوپه دي برخه کي هیڅ ډول تشویش او اندیښنه نشته .

خو پوښتنه  داپیدا کیږې چې دبشري حقونو موضوغ خو یوه نړیواله او جهاني پدیده  ده نو ولي همدا دبشري حقونو ملاتړکونکي او مدافعان د فلسطیني ماشومانو د وژني او شهادت پوښتنه نه کوي د هغوي بشري حقونه چیرته دي؟

چي هر ورځ د اسراییلې د ظالم او صیهونستي رژیم په بماریو کې په داسي ډلیزه ټوګه وژل کیږي چې دیو کپ ډوډۍ دپیداکولو لپاره په کتارونو کي ولاړ وي او دوي پري په رڼا ورخ بمباري کوي هلته انساني اوبشري حقونه څه شول ؟.

(۲)

دلته زمونږ د خبرو اصلي موصوع د افغانستان د ریس الوزرا د مشر محمد حسن اخوند په خبروده چې دروان ۱۴۰۲ هش کال د حوت پر ۱۵مه د دي ریاست اړونده ادارو ترمنځ د همغږې د چټکتیا، پیاوړتیا په چارو کې د ځنډ د مخنیوي او دلازیات، شفافیت او د خپلو مسو لیتونو په هدف د رسنیو له لاري  خپره شوه .

دافغانستان د اسلامي امارت دریاست الوزرا مشر په خپلو خبرو کي دافغانستان د د ښمنانو ددي ادعاو په اړوند چي په افغانستان کې بشري حقونو په تیره بیا  دښځو حقونو ته پاملرنه ، نه کیږي د فلسطیني ماشومانو د وژني او شهادت په اړوند داسي وویل :  ولي  نړۍ د فلسطیني مظلمو خلکو سره د اسراییلو د صیهونستي رژیم دا روان جنایتونه په سترګو نه ګوري خو په افغانستان کې د بشري حقونو په نوم د جعلي ادعاوو په تکرارولو سره د اسلامي نظام د بدنامولو هڅي کوي.

هغه په پاي کې د چارو د ښه انسجام په هدف لارښونه وکړه چې خپلو مسولیتونو ته باید پاملرنه وکړئ د خلکو سره په نیک چلند ، پر وخت د هغوي د کارونو په اجرا کولو او په چارو کې د عدالت او احتیاط څخه د کاراخستلو او دبیت المال په ساتنه کې پر جدي پاملرني ټینګاروکړ .

زمونږ په نظر په افغانستان کي نه یوازي په ټول هیواد کې سوله اوثبات تامین دی بلکې بشري حقونو په تیره بیا دښځو حقونو ته د اسلامي او دیني اوصولو په رڼاکې جدې پاملرنه کیږي د هغوي عزت اوعفت خوندي او مصون دي  انتقاد کونکې دي په اسراییلو او دنړي په تیره بیا د غربي نړۍ په جنایتونوچې دبشري حقونو په وړاندي ېې کوي سترګي نه پتووي..

له ملي راډیوتلویزیون څخه :

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *