اخبار

د افغان تور دولتي شرکت: سږ کال مو څه باندې ۶۹ میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي

د افغانستان اسلامي امارت په واکمنېدو سره دا مهال هیواد ته د بهرنيو سیلانیان راتک زیات شوی او د سیاحت د ودې او پراختیا لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. د افغان تور دولتی شرکت د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې د مالیې وزارت له لورې ( 32 میلیون او 127 زره) افغانۍ هدف تعین شوې وو، چې خوشبختانه (69 میلیون 280 زره او 907) افغانۍ عواید زیات  ترلاسه شوې دي.

د افغان تور دولتي شرکت رئیس محمد نبی بهاء د انیس ورځپانې خبریال ته په یوې ځانګړې مرکه کې و ویل: په روان کال کې د افغان تور دولتی شرکت اجرائیه کمیټې په لارښوونه په مرکز او په ځینو ولایتونو کې لکه، هرات، بلخ، کندهار، غزنی، لوګر، پکتیا، خوست او ننګرهار کې د سیاحتي شرکتونو د بررسي او څارنې ټیمونه توظیف شوي او په پایله کې(۱۸۵۰) بابه سیاحتي شرکتونه پلټل شوي چې له دې  جملې څخه(۱۵۵۰) بابه سیاحتي شرکتونو له طرزالعمل او قوانینو سره سم فعالیت پيل کړی.

ښاغلی بهاء وایي، چې ۶۰۳ سیاحتي شرکتونو ته نوي جوازونه ورکړل شوې او(۲۱۵) مخکینې شرکتونو ته جوازونه تمدید شوي دي، همداشان (۱۵۵) آنلاین خدماتي دفترونو ته نوي جوازونه وېشل شوي دي. د دې ترڅنګ(۲۷) هوټلونو او رستورانټونو ته نوي جوازونه ورکړل شوې او د (۲۸) هوټلونو جوازونه تمدید کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د روان کال په اوږدو کې(۳۵۰) تنه بهرنیو اتباعو لپاره د ویزو تمدید او خروج پروسس مراحل طی شوي او (۱۸۰۰) تنه بهرنیو سیلانیانو لپاره د ولایتونو د لیدنې په موخه مکتوبونه ورکړل شوي او اړونده مسؤلینو ته ورپېژندل شوی او اړینې اسانتیاوې ورته برابر شوې دي.

د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د سیلانیانو د راجلبولو لپاره درې میاشتنۍ د افغان تور په نوم مجله چاپ او ویشل شوې ده، همدارنګه د یادو موخو لپاره بروشورونه ، بنرونه، د تاریخي آبداتو او طبیعي منظرو سره چاپ او بنرونه د هېواد په مناسبو ځایونو کې نصب شوې دي او د قرغې ګلف رستورانت او ملحقات د داوطلبي له مخې نوي قراردادي ته په(۲۵۵۰۰۰) افغانی میاشتنۍ کرایه ورکړل شوی دی.

محمد نبی بهاء زیاتوي، چې د افغان تور دولتی شرکت د نویو عایداتي منابعو د تثبیت په منظور څو پراختیایي طرحې لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کړې دي او همدارنګه د غزنی ولایت سردې او سلطان بندونو ته د عایداتي منابعو په ډول(۱۲) قایقونه(کښتې) او اته دانۍ د ناستې تختونه چې سایه بانونه لري جوړ کړیدې، ترڅو سیلانیان ورڅخه ګټه واخلي او همدارنګه نورستان ولایت ته هم کښتۍ لېږل شوي او دامهال مینه وال ورڅخه استفاده کوي.

د ښاغلی بهاء په وینا، د افغان تور شرکت دندې، د سفر اړوند خدمتونو(سیاحتي شرکتونو) او د ترانسپورتي خدمتونو د مؤسسو جواز صادرول، سیلانیانو لپاره لارښود ټاکل، په سیاحتي سیمو کې د هوټلونو او کمپونو جوړول، د بهرنیو سیاحتي شرکتونو او میلمستونونوته  د کارکونکو معرفي کول، د جواز کارت د اخیستلو او ویزې د اوږد ولو په موخه اړونده مراجعو ته لیږل، د سیلانیانو لپاره په هوایي ډګرونو کې د ترانسپورت برابرول بهرنیو اتباعو او سیلانیانو ته د اقامت ویزې تمدید کول او په سیاحت او سفر چارو پورې اړونده خدمتونو سرته رسول دي.

هغه زیاته کړه، چې د یاد ریاست موخې په هېواد کې د کورنۍ او بهرنیو توریزم د پراختیا په موخه د سیلانیانو د ګرځېدا او سفر چارو پورې اړوند خدمتونه په معیاري ډول وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته کول، د توریزم په برخه کې د افغان تور دولتي شرکت مالي بنسټ پياوړتیا لپاره د عوایدو راټولول دي.

همدا راز، د افغان تور دولتی شرکت د توریزم صنعت د ودې او پراختیا او د سیلانیانو د ګرځېدا او سفر چارو د سمون په موخه په ۱۳۳۷ه ش کال کې د ګرځندوی انتفاعی سازمان په نوم رامنځته شو او په ۱۳۵۸هـ ش کال کې د ګرځندوی تصدی په نوم او بیا په ۱۳۶۰ هـ ش کال کې د افغان تور انتفاعي تصدی په نوم او په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې د افغان تور دولتی شرکت په نوم ونومول شو.

سمیع الله مومند

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *