اجتماعیمقالات

مونږ لیوني وو چې میلیاردونه ډالر مو ولګول!

 

موسی علیه السلام دالله ج له خوا فرعون ته استول شوی و هغه  ته ډول ډول معجزې ور وښودلې خو فرعون ایمان رانه ووړ، نو موسی او هارون علیهم السلام ته يې امر وکړچې  له مصره ووځئ، روان  شول ساحل ته را ورسېدل،نو الله ج په بحر کې ۱۲ وچې لارې جوړې کړې او صحیح سلامت له هغه پورېوتل، ورپسې د فرعون او هامان لښکرې په هغو لارو ورننوتې، نو د سیند اوبه ورباندې راغلې او په کې ډوب شول، یوازې د عبرت له پاره د فرعون جسد له بحره مړ ووت. کله چې فرعون ته مرګ راورسېده، په زوره یې نارې کړې: ژباړه: نو ویې ویل: «ما ومنله، په کوم خدای چې بني اسرائيلو اېمان راوړی، له هغه پرته بل معبود نه شته او زه هم په فرمان منونکو کې شامل یم.» ( یونس/۹۰)نو ځواب ورکړل شو : «اوس اېمان راوړې، حال دا چې مخکې دې سر غړولو او فساد دې خپراوه. (یونس: ۹۱ ).

د سپتمبر ۱۱مې پېښه وشوه، تور یې په افغانستان پورې کړل شو، وړوکي بوش لوی لښکر راجمع او په افغانستان یې یرغل وکړ، اوس څه وخت وړاندې د امریکا مخکیني ولسمشر ټرامپ ومنله چې هغه برید د امریکا کار و. له بوش وروسته  اوباما هم د افغانانو خلاف هغه جنګ ښه وپاله، په میلیاردونو بودیجه یې پرې ولګوله، خو د دوی ناروا یرغل هم افغانان د شوروي د تجاوز په څېر وځاپه او خپل تاریخ یې پرې تکرار کړ چې افغانان د هیچا یرغل هم نه مني، بلکې مقابله، مجاهده او مبارزه ورسره کوي. نو ناټوخېل یې مذاکراتو ته اړ کړل، چې په دوحه کې پيل شول.

اوباما دوه ځله ولسمشر شو، خپل یرغلګر عسکر یې په افغانستان کې ډونالډ ټرامپ ته پرېښودل، هغه هم خپل ښکیلاکګر و نه وېستل، خو دا یې وکړل چې مذاکرات یې جاري وساتل او د قطر د دوحې تړون یې له اسلامي امارت سره لاسلیک کړ. د نوموړي د ولسمشرۍ دوره پوره شوه، واک جوبایډن ته ورسېده، هغه له څه ناړامۍ وروسته خپل اشغالګر له افغانستانه ووېستل، ولې د دوی له وتلو مخکې د کابل ارګمشر او نور بړیڅي یې وتښتېدل. د اسلامي امارت مجاهدین کابل ته ننوتل او له چور او چپاول یې وساته‼

نن سبا د امریکا مخکیني دیکتاتور ډونالډ ټرامپ انتخاباتي کمپاینونو کې ویناوې کوي، د شنبې په ورځ یې په ویرجینیا ایالت کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او ویې ویل: «مونږ لېوني وو چې د افغانستان په جګړه مو په میلیاردونو ډالر لګول.» نو دلته انسان ته د فرعون ناره وریاده شي: «ما ومنله په کوم خدای چې بني اسرائيلو اېمان راوړی دی، له هغه پرته بل معبود نه شته، زه هم په فرمان منونکو کې شامل یم.» د دې عصر فرعون (ټرامپ) ته زمونږ ځواب دا دی: اوس اېمان راوړې، حال دا چې مخکې دې سرغړاوه او فساد دې خپراوه!

ټرامپ هم د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان جګړه و نه دروله، بلکې د خپل وس او اختیار مطابق هم هغه لا تشدید کړه، نو اوس د انتخاباتي مبارزې او کمپاین له پاره کله کله د ده له خولې هغه خبرې راووځي چې د صلیبي ښکیلاک په سر کې افغانانو کولې، ویل یې چې: د سپتمبر ۱۱مې پېښه افغانانو نه ده کړې، ولې واکر بوش به ویل چې دا د افغانانو کار دی! هیچا هم زمونږ (افغانانو) اواز و انه ورېده. نوموړي (واکربوش) خپل یرغلګر افغانستان ته راوستل او شرقي نړۍ (چین، هند، ایران، شمالي کوریا او …) پرې ډارول.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندې نیکي هیلي هم د افغانستان اوسنیو حالاتو ته اشاره کړې، په اوکراین، فلسطین او … کې جنګونو ته ګوته نیولې، ولې د هغو د حل کومه لار يې نه ده ښوودلې. اما ټرامپ ډېر وروسته د خپلو ډالرو مصرفولو ته فکر شو، د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پاملرنه نه ورته کوله او هغه ویجاړونکې صلیبي جګړه یې له لومړۍ ورځې څخه و نه دروله.

د سپتمبر ۱۱مې وروسته اسلامي امارت د هغې پېښېدل وغندل، ولې واکر بوش او نورو هغه افغانستان ته منسوبه کړه، چې څه موده مخکې هغه پېښه هم ټرامپ د امریکا کړنه وبلله ـ واقعاً چې د دوی کار هم و!! لیکنه: محمدعلي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن