اخبارافغانستان

د ۲۰۵ البدر قول اردو تخنیکي‌ ټیمونو لسګونه نور وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړل

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۵ البدر قول اردو د تخنیکي ټیمونو له لوري د لسګونه نورو وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کولو خبر ورکړی دی. یاد وزارت پر خپله اکس پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د ۳مې سرحدي عبيده لوا د تخنيک امریت په ورکشاپ کې ګن شمېر وسایط ترمیم ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

سرچینې زیاته کړې، چې په ترمیم شویو وسایطو کې ۴۵ هاموې ټانګونه او ۴ انټرنېشنل کاماز شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ملي دفاع وزارت تر دې دمه زرګونه نظامي وسایط او وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *