جهان

ایران کې د پرونیو ټاکنو د رایو شمېرنه لا هم روانه ده

د ایراني رسنیو د راپورونو په حواله دغه هېواد کې د پرونیو ټاکنو چې پایله کې یې د خبره ګانو شورا غړي او د استازو جرګه ټاکل کېږي، د کارول شویو رایو شمېرنه لا هم روانه ده.

دغه ټاکنې په ۳۱ ولایتونو، ۲۹۰ حوزو او ۵۹ زره ټاکنیزو سایټونو کې ترسره شول او میلیونونو ایرانیانو په کې خپلې رایې وکارولې.

ابراهیم رییسي الجزایر هېواد ته د خپل رسمي سفر تر پیل کولو وړاندې رسنیو سره په خبرو کې په دغو ټاکنو کې د خلکو پراخ حضور د ستاینې وړ بللی او مبارکي یې ورکړې ده.

د ټاکنو د امنیت لپاره سلګونه زره امنیتي پرسونل په دنده ګمارل شوی وه او د ایراني امنیتي چارواکو په خبره ټاکنې په امن کې ترسره شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *