اجتماعی

د هوا ککړتیا د بشریت تدریجي وژنه!

پاکه هوا د الله تعالی هغه نعمت دی چې پر انسانانو سربېره د ټولو ژوندیو موجوداتو په روغتیا کې رغنده رول لري، انسانان د ژوندي پاته کېدو لپاره اړتیا لري چې د تنفسي سیستم له لارې په هوا کې موجود اوکسیجن جذب او د همدغه سیستم له لارې کاربن ډای اوکسایډ خارج کړي.

لیکنه: انجنیر جوادالله (جاهد)

پاکه هوا د الله تعالی هغه نعمت دی چې پر انسانانو سربېره د ټولو ژوندیو موجوداتو په روغتیا کې رغنده رول لري، انسانان د ژوندي پاته کېدو لپاره اړتیا لري چې د تنفسي سیستم له لارې په هوا کې موجود اوکسیجن جذب او د همدغه سیستم له لارې کاربن ډای اوکسایډ خارج کړي.

د الله تعالی د قدرت یوه نښه داده چې په هوا کې د اوکسیجن د کمښت او کاربن ډای اوکسایډ د ډېروالي د مخنیوي لپاره یې نباتات چې یو ژوندی عالم دی داسې عیار کړی چې د خپل ژوند د بقا لپاره کاربن ډای اوکسایډ مصرفوي، د معلوماتو له مخې یوه بالغه او رسېدلې ونه د یو کال په جریان کې ۲۱ کیلوګرامه کاربن ډای اوکسایډ جذبوي.

خو په دې وروستیو کې د ځمکې پر مخ د انسانانو د نفوس ‌ډېروالی، د طبیعي ځنګلونو قطعه کېدل، د صنعتي کارخانو د فعالیتونو ډېرښت، له ډبرو سکرو، پلاستیکو او نورو موادو څخه د حرارتي انرژۍ تولید او په ټوله کې له طبیعي منابعو څخه د انسانانو غیر پلاني استفاده د هوا د ککړتیا لامل شوی چې له امله یې د میلیونونو او آن میلیاردونو انسانانو روغتیا ته سخت زیان رسېدلی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان او چاپېریال ساتنې د ملي او نړیوالو ارګانونو د معلوماتو له مخې هر کال د نړۍ په کچه ۸.۸ میلیون کسان د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شوو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د انسانانو په دومره لویه کچه مړینه چې حتی د هغه کسانو په پرتله هم ډېره ده چې هر کال د سکرېټو او نورو نېشه يي توکو د استفادې له امله ژوند له لاسه ورکوي واقعا د اندېښنې وړ ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې د هوا ککړتیا یا الودګي اوس مهال د نړۍ په کچه د شاوخوا ۹۰ سلنه وګړو روغتیا په مستیقم یا غیر مستقیم ډول متضرره کړې ده، هر څومره چې د هوا ککړتیا ډېرېږې په همغه اندازه د انسانانو روغتیا ته مضره او زیان رسوونکې ده، د هوا ککړتیا نه یوازې دا چې په مستقیم ډول د انسانانو پر تنفسي سیستم، د ویني سیستم، زړه او پوستکي منفي تاثیرات لري؛ بلکې کولای شي د تنفسي ویروسونو لکه انفولانزا، کرونا او … په انتقال کې برخه واخلي، د هوا الوده کوونکي مواد په جامد، مایع او ګاز حالت موجود دي.

د انسانانو پر روغتیا د ککړې هوا اغېزې

د هوا ککړتیا د انسانانو پر روغتیا اوږدمهاله او لنډمهاله منفي تاثیرات لري چې دلته یې هر یو د امکان تر کچې یادوو.

د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا لنډمهاله تاثیرات:

د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا لنډمهاله عواملو کې د سترګو، ستوني، پزې یا پوستکي او نورو برخو درد یا سوزش شامل دی.

دغه راز د هوا ککړتیا کولای شي انسانانو کې د سردردۍ، سستۍ او نورو مواردو لامل شي. تر ډېره د کارخانو، کثافاتو یا ککړو اوبو (فاضلابو) د بدبویۍ له امله د انسانانو روغتیا له لنډمهاله ستونزو سره چې پورته یې یادونه وشوه مخ کېږي.

یوه یادونه مهمه ده چې که د هوا د ککړتیا له امله انسانانو ته لنډهاله روغتیايي ستونزې دوام وکړي او پر وخت د هوا د پاکوالي لپاره اقدام ونشي دغه روغتیايي ستونزې په دوامداره ستونزو هم بدلېږې.

د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا اوږدمهاله اغېزې

د هوا ککړتیا نه یوازې د انسانانو پر روغتیا لنډمهاله بد تاثیرات لري؛ بلکې کولای شي دغه تاثیرات او اغېزې د کلونو یا حتی ټول عمر لپاره دوام ولري، په ځینو مواردو کې آن د انسانانو د مړینې او مرګ لامل ګرځي.

د هوا د ککړتیا د اوږدمهاله بدو اثراتو له ډلې کولای شو د انسانانو د زړه ناروغۍ، د سږو سرطان، د ځیګر ناروغۍ او نورې خطرناکې تنفسي ناروغۍ ــ آمفیزم ــ یادې کړو؛ دغه راز د هوا ککړتیا کولای شي د انسانو اعصابو، مغز، ګردو، کلمو او نورو غړو ته اوږدمهاله ستونزې جوړې کړي؛ د هوا پېژندنې د پوهانو د معلوماتو له مخې د هوا اوږدمهاله ککړتیا ممکن د امیندوارو ښځو د حمل د ضایع کېدو لامل شي.

د زړه ناروغي:

یو عمده لامل چې ویل کېږي د ککړې یا آلوده هوا تنفس د انسانانو سږو او زړه ته ډېر خطر رسوي دادی چې په هوا کې موجود ډېر کوچني معلق ذرات (په ټوله کې د هوا الوده کوونکي چې په ګاز، مایع او جامد حالت پیداکېږي) د سږو د دېوال له لارې وینې ته داخلېږې.

په دې صورت کې کله چې وینه د زړه له لارې ټول بدن ته پمپ کېږي، په وینه کې مضر ذرات د بدن نورو غړو ته خپرېږې او هلته رسوب کوي. په دې لړ کې مضره ذرات په مستقیم او ځانګړي ډول په زړه هم منفي اغېز کوي، د ککړې هوا تنفس د وینې رګونو ته زیان رسوي او د ویني د رګونو د تنګېدو او شخوالي لامل کېږي، د هوا مضرې ذرې د ویني د رګونو ارتجاعیت کموي؛ په دې سره د ویني جریان کم او د ویني فشار لوړېږې، په نتیجه کې د انسانانو زړه مجبورېږي چې په ډېر فشار کار وکړي ترڅو وینه د بدن ټولو غړو ته ورسولای شي.

د هوا ککړتیا د ویني د غلظت د لوړېدو لامل ګرځي او وینه پرنډ کوي، دغه چاره بدن ته د ویني د پمپ کولو پر مهال د زړه فعالیت سختوي. په دوامدره توګه د ککړې هوا تنفس د زړه ضربان زیاتوي، په نتیجه کې یې د زړه انساجو ته د وینې د رسونې بهیر ټکنی کېږي او د زړه عضلات پړسېږي. د ککړې هوا دوامداره تنفس د زړه د سکتې لامل هم کېدای شي.

د محققینو د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د نړۍ په کچه ۳.۵ میلیون کسان د زړه د ناروغۍ له امله چې عامل یې د هوا ککړتیا وه مړه شوي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۱۹۹۰ کال کې ۲.۶ میلیون کسان وو.

عصبي ناروغۍ

د هوا په ترکیب کې الوده کوونکي ډېر کوچني ذرات (چې قطر یې له ۲.۵ میکرومتر) څخه کوچنی وي کولای شي د تنفسي سیستم له لارې سږو کې رسوب وکړي، د سږو له لارې د ویني دوراني سیستم ته نفوذ پیدا کوي او په پایله کې د وینې د رګولو له لارې عصبي سیستم ته په رسېدو عصبي سیستم ته زیان رسوي.

ممکن ډېری خلک دا فکر کوي چې مغز یا اعصاب د انسانانو خوندي منطقه ده؛ خو دا فکر او تصور ناسم دی، بلکې محیطي بد عوامل او د هوا ککړتیا د انسانانو پر مغز ناوړه اغېزې لرلای شي.

دا چې لیکنه اوږده نشي په دې بحث نه کوم چې د هوا ککړتیا څرنګه د انسانانو لپاره مغزي مشکلات رامنځته کوي؛ بلکې په خلاصه ډول باید ولیکم چې د هوا ککړتیا کولای شي انسانانو کې د مغزي سکتې، اوتیسم، آلزایمر، افسردګي، پارکینسون، د حافظې کمزورتیا، د تمرکز له لاسه ورکول او نور عصبي اختلالات او ستونزې رامنځته کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د نړۍ په کچه له هرو شپږو کسانو څخه یو یې پر عصبي ناروغۍ اخته دی؛ دغه راز په ټوله نړۍ کې هر کال له شپږ میلیون ډېر کسان د مغزي سکتې له امله ژوند له لاسه ورکوي، د یادو شپږ میلیون کسانو ۸۰سلنه یې د مخ پر وده هیوادونو اوسېدونکي دي.

بلخوا پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۰ هـ ش کال د تلې په ۱۸مه نېټه د افغانستان د عامې روغتیا د رسمي اعلامیې په اساس لیکلي چې افغانستان کې له هرو ۵ کسانو یو یې عصبي ناروغي لري، دغه راز خبر کې زیاته شوې چې د افغانستان د ټول نفوس ۴۶سلنه رواني ستونزې لري.

د یادونې وړ ده چې د هوا ککړتیا پر عصبي ناروغیو د انسانانو د اخته کېدو له ډېرو نورو عواملو یو مورد دی.

تنفسي ناروغۍ

دا چې هوا د تنفسي سیستم له لارې د انسان بدل ته داخل او بېرته خارج کېږي نو څرګنده خبره ده چې که د انسان په وسیله تنفس کېدونکې هوا ککړه یا الوده وي په مستقیم ډول پر تنفسي سیستم

ناوړه اغېزې لرلای شي، که انسان په دوامداره توګه یا د ډېر وخت لپاره ککړه هوا تنفس کړي ممکن اغېزې یې دومره ژورې شي چې له امله یې د سږي سرطان ناروغي رامنځته شي.

که وغواړو د هوا د ککړتیا په موخه د رامنځته کېدونکي ناروغیو مخه ونیسو یا دغه ناروغۍ تر ډېره کنټرول کړو لاندې کارونه باید ترسره کړو:

  1. 1. ورزش ترسره کول.
  2. 2. له ماسک څخه استفاده کول.
  3. 3. د ویټامین ، ویټامین A او ویټامین E مصرف؛ ځکه کې د بدن ایمني سمیتم تقویت کوي.
  4. 4. د شیدو او لبنیانو مصرف: ځکه په شیدو کې موجود کلسیم د هوا په ترکیب کې د شته سرپو د جذب مخه نیسي.
  5. 5. د سدیم یا زینک او مګنیزیم لرونکو غذايي توګو مصرف؛ ځکه چې کولای شي د ککړې هوا په ترکیب کې د شاملو مضرو موادو د جذب مخه ونیسي.
  6. 6. د پروټین لرونکو خوړو لکه غوښې، حبوبات، د چرګې هکۍ، میوې او سابه مصرف.
  7. 7. د مناسب او ښه خوب ترسره کول.
  8. 8. په کور، کارځای او شاوخوا چاپېریال کې د شنو ونو کېنول او ساتل.
  9. د هوا له تصفیه کوونکې دستګاه څخه استفاده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *