سیاسی

له اسلامي امارت سره له شرایطو پرته تعامل به د نړیوالوپه ګټه وي

حیا ت الله حلیم د تېروپه ۴۵ کالوپه دوران کې تجربواوعملکردونوثابته کړه چې په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته دباطلووارد شویوآیډیالوژیوپیروان اوپلویان هېڅکله حکومت نشي کولای اونه په دغه ملک کې داسې نظام رامنځ ته کولای شي چې ټولوته د منلو وړاوپه آرامۍ سره دملت په زړونوحکومت وکړي ، ځکه موږ ولیدل چې په ۱۳۵۸کال د هېواد یوشمېرناخلف بچیانو په دې تمه چې دوی واک ته ورسېږي او په واک کې پاته شي افغانستان روسي اشغالګروته ورقباله کړخو ددوی دا هڅې عام ولس داسې ورشنډې

 

حیا ت الله حلیم

د تېروپه ۴۵ کالوپه دوران کې تجربواوعملکردونوثابته کړه چې په افغانستان کې له اسلامي نظام پرته دباطلووارد شویوآیډیالوژیوپیروان اوپلویان هېڅکله حکومت نشي کولای اونه په دغه ملک کې داسې نظام رامنځ ته کولای شي چې ټولوته د منلو وړاوپه آرامۍ سره دملت په زړونوحکومت وکړي ، ځکه موږ ولیدل چې په ۱۳۵۸کال د هېواد یوشمېرناخلف بچیانو په دې تمه چې دوی واک ته ورسېږي او په واک کې پاته شي افغانستان روسي اشغالګروته ورقباله کړخو ددوی دا هڅې عام ولس داسې ورشنډې اوناکامې کړې چې هم ځانونه په وینورنګ کړل  او هم یې ملت په وینوولمباوه  ، لنډه داچې انګریزان ، روسان اوپه د وروستیوکې امریکایان اوددوی ناټویې انډيوالان هم په افغانستان کې یو پربل پسې له داسې شرم سره مخ شول چې د نړۍ د سیاست په تاریخ کې به یې کارنامې (!) تل پاته لوستل کېږي ، دا ټول د هغه چا له لاسه چې تل یې تیري کوونکوته د افغانانو د غیرت په اړه درواغ ویل ، اسلامي امارت د څه کم دوه کلنې واکمنۍ په موده کې نړیوالواوعام ولس ته ثابته کړه چې دوی پرملت د عادلانه واکمنۍ بشپړتوان اوقدرت لري ، ټول وینوچې په افغانستان کې دجګړو اوتاوتریخواليوټغرنور، ورټول شو، ډاډمن امنیت تامین دی ، د کوکناروکرکیله صفراوپه نیشه توکو روږدي کسان د ښارونوله کوڅواوپس کوڅو را ټول او درملنې پروګرام لپاره روغتونونوته وسپارل شول، فساد جرړې وایستل شوې اود بډو اخیستلومخنیوی وشو، لنډه داچې اسلامي امارت عملا عام ولس ته ثابته کړه چې دوی د خپل ملک رېښتني غمخواره  او وارثان دي نوځکه ملت ترې خوشحاله اوددوی په واکمنۍ راضي دي .

د اشغال په دوران کې ملت سل سلنه له حکومت نه ناراض و ځکه داشغال شوي ملک ، واکمن هېڅکله د ملک اوخپلوخلکوپه ګټه په لاصو مټوکارنشي کولای ځکه لاسونه یې په غیر مستقیم ډول د ملک دپرمختګ په کارونو تړل شوي اواراده یې دداخلي او بهرنیو مداخلوله وجې ټکنۍ وي .

دتیرجمهوریت په مهال عام ولس حکومت ته د کرکې اونفرت په سترګه کتل ، له دووکالود مخه نه یوازې ملک اشغال و، بلکې د افغانانود ملي اومعنوي ارزښتونوانقراض ته هم داسې دامونه اېښودل شوي چې چې په څرګنده بربادي موپکې نغښتې وه ، د ګوډاګي رژیم د چارو واګې دیو شمېر داخلي او بهرنیوبې مسؤلیته هوسبازانوپه لاس کې وې چې په هېڅوجه د هېواد ملي ګټواومځکنۍ تمامیت ته نه و ژمن ، همدا وجه وه چې هېواد به یې تل د نړیوال استعمارپه مارکیټونوکې د شخصي امتیازاتوپه بدل کې [بولۍ] ته اېښی و، له دې د مخه هم د هېواد د یوشمېر ناخلف بچیانوملک د روسانوتراشغال لاندې را ووست چې وروسته له داسې خونړي برخلیک سره مخ شول چې هم یې ملت اوهم یې ځانونه برباد کړل روسملانو په ملک کې دداسې تاوتریخوالیو بنسټ کېښود چې ترپرون پورې د افغانانوله ټپونو وینې څڅېدې همدا د وطن مجاهد اوتوریالي بچیان و چې د خپلووینوپه نذرانه اود سرپه بیه یې له خپل ملک څخه دفاع وکړه اود هراشغال په دوران کې یې اشغالګرو او ددوی ناخلف داخلي اندېوالانوته داسې شرمنده ماتې ورکړې چې په راتلونکې کې به هېڅ تیري کوونکی د افغانستان اشغال ته زړه ښه نکړي.

دریغش مخوربرهلاک وتلف

که پیش ازپدرمرده (به) ناخلف

د افغانستان په اړه د هرچا نیتونه ثابت معلوم شول نوځکه له ټولومغرضوهېوادونواوټولنیزوبنسټونوڅخه صمیمانه هیله کوي چې نورافغانستان د یو څه وخت لپاره په خپل حال آرام پرېږدي او ددوهم ځل لپاره له هغه چا سره چې افغانستان د فساد اوناامنیوپه لوموکې را ښکیل کول غواړي ، د مادي اوتبلیغاتي مرستې زمینه د جعلي ناستو په ترڅ کې برابره نکړي ځکه موږ هره ورځ له راډیوګانود زهرجنوتبلیغاتو لړۍ اورو چې دا نه یوازې ددوی په ګټه نه ، بلکې د افغانانو په ټولنیزژوند کې په ښکاره درز رامنځ ته کوي ، لیدل کېږي چې ځینې وختونه دا مغرضې اوافغان دښمنه کړۍ د افغانستان د آرامۍ ددښمنانانو لپاره د پرپاګند زمینه برابروي چې د تبلیغاتوپه ډله کې یوشمېرهغه هېوادونه اوبنسټونه هم شامل دي چې په افغانستان کې د پردې ترشا امن نه غواړي اود افغانانوروحیه اوذهنیتونه د خپل هېواد د امنیت په اړه مغشوشه ساتي کله ناکله دداعش د حضوراودفعالیت د پراخېدو لپاره داسې تبلیغات کوي لکه دوی چې ددغه بد نام سازمان غړي وي ، ځکه څو ورځې وړاندې روسي مقاماتوپه فوق العاده بې مسؤلیتۍ په افغانستان د ۲۴ مخالفوسازمانویادون وکړاو داعش یې ددوی په راس کې قلمداد کړپه داسې حال کې چې دداعش بدنامه پدیده حاضرحال په افغانستان کې په بشپړه توګه دتضعیف اورکود په حال کې واقع شوې ده ، افغانانوداعشي وسلوال دداسې جنایتکارانوپه توګه پېژني چېرې چې سررا پورته کړي د اسلامي امارت له همکارۍ پرته به یې سرونه ورترخوله کوي ځکه ددې ډلې حقیقت اوماهیت د اسلام دسپیڅلي دین دتقویې لپاره نه ، بلکې په نړیواله کچه یې د اسلام د تخریب لپاره ملا تړلې ده .

اسلامي امارت په ملي او نړیواله کچه زیات دښمنان لري خو موږ ډاډه یو چې ددغه زبون وهلیو دښمنا نوپه وس اوتوان کې هېڅ نشته ځکه داسلامي امارت بنیاد په اسلامي اصولواواساساتوولاړ اود هرافغان هیثیت اوحقوق د هېواد هرقوم ته چې منسوب دی له تبعیض او تعصب پرته په مساوي ډول خوندي دي نوکه چېرې نړیوال په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي وي لازمه ده د افغانستان د اسلامي امارت په ضد له توطیواو تبلیغاتو لاس واخلي او له اسلامي امارت سره له شرایطو پرته تعامل وکړي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *