افغانستان
کونړ کې د سینه و بغل ناروغۍ له امله ۲۲ کسان مړه شوي
د کونړ عامې روغتیا ریاست وايي، په دې وروستیو کې په ولایتي روغتون کې د سینه و بغل ۲۱۵۲ پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د کونړ عامې روغتیا ریاست وايي، په دې وروستیو کې په ولایتي روغتون کې د سینه و بغل ۲۱۵۲ پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان مړه شوي دي.
د کونړ د عامې روغتیا رییس مظفر مخلص په وینا، په دې وروستیو کې هوا ډېره سړه شوې او له امله يې د سینه و بغل ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا له امله د ګڼ شمېر کسانو د مړینې راپورونه هم خپاره شوي او زرګونه نور بیا په موسمي ناروغیو اخته شوي دي.