افغانستان

په کابل ښار کې څه د پاسه ۱۲۰۰ جذبي څاه‌ګانې کېندل شوې دي

د اوبو او انرژۍ وزارت، په کابل ښار کې د څه د پاسه ۱۲۰۰ جذبي څاه ګانو د کېندلو خبر ورکړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت، په کابل ښار کې د څه د پاسه ۱۲۰۰ جذبي څاه ګانو د کېندلو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوبو او انرژۍ وزارت مسئولینو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې، د اوبو په کاروونکو او سترو ګټو اخیستونکو باندې په ۱۴۰۲ مالي کال کې ۱۲۲۰ کړۍ جذبي څاه ګانې د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې په موخه کېندلې دي. ویل شوي چې یادې څاه ګانې د موسمي بارانونو د اورېدلو په صورت کې، په یوه کال کې د څه د پاسه ۷۹ زره ۱۷۷متره مکعب اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري چې تر ځمکې لاندې پوړونو کې به زېرمه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *