جهان

جرمني اوکراين ته ليوپارډ ټانکونه ورکوي

جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک وايي، هېواد یې تیار دی، پولنډ ته صلاحیت ورکړي، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه اوکراین ته ورکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک وايي، هېواد یې تیار دی، پولنډ ته صلاحیت ورکړي، چې په جرمني کې جوړ شوي لیوپاردـ۲ ټانکونه اوکراین ته ورکړي. مېرمن بایربوک دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د پولنډ صدراعظم ماتیوز موراویڅکي پر برلین انتقاد کړی، چې ولې د ناټو غړو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي،چې دغه ټانکونه اوکراین ته ولېږي. جرمني وېیلي وو، تر هغو دغه ټانکونه کییف ته نه ورکوي، چې لومړی د امریکا د ابرامز په نوم جنګي ټانکونه اوکراین ته ورکړي نه وي،خو جرمني د اروپايي هېوادونو له سختو انتقادونو او فشارونو سره مخامخ شو. مېرمن بایربوک په پاریس کې د فرانسې او جرمني له سرمشریزې وروسته LCI ټلوېزیون ته وېیلي، موږ پوهېږو چې دغه ټانکونه څومره مهم دي، ځکه نو په دې باب له خپلو شریکانو سره بحثونه کوو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *