افغانستان

ارزګان کې لسګونه سرتېري تر مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول

د ارزګان ولایت امنیه قومندانۍ اړوند د پولیسو تعلیمي ټولۍ د زبیر ابن عوام رض د نظامي معسکر څخه ٥٣ سرتېري له دوه میاشتنيو زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د ارزګان والي محمد علي جان احمد، امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.

د ارزګان ولایت امنیه قومندانۍ اړوند د پولیسو تعلیمي ټولۍ د زبیر ابن عوام رض د نظامي معسکر څخه ٥٣ سرتېري له دوه میاشتنيو زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې د ارزګان والي محمد علي جان احمد، امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون کړی و.
مسئولینو په یادو مراسمو کې فارغ شویو سرتېرو ته د مبارکۍ ترڅنګ هغوی خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل او له خلکو سره د ښه چلن کولو سپارښتنې یې ورته وکړې.
په ورته وخت کې تازه فارغ شویو سرتېرو ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسئولیتونه به په ښه توګه ترسره کوي او په هر ډول شرایطو کې به دندې ترسره کولو ته چمتو وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *