اجتماعی

زهرجنې نېشې نشاط را وړونکې نه ، بلکه مرګ را وړونکې وي

که څه هم د اسلامي امارت په حاکمیت سره حاضرحال د نیشه يي توکواستعمال جرم او د تېرنظام په پرتله یې خپل آزاد بازاراومشتریان له لاسه ورکړي ځکه زهرجنې نېشې نشاط را وړونکې نه ، بلکه مرګ را وړونکې وي.

که څه هم د اسلامي امارت په حاکمیت سره حاضرحال د نیشه يي توکواستعمال جرم او د تېرنظام په پرتله یې خپل آزاد بازاراومشتریان له لاسه ورکړي ځکه زهرجنې نېشې نشاط را وړونکې نه ، بلکه مرګ را وړونکې وي.

د انسان پربدن کې هره نېشه اوبی حالي چې د نېشه يي توکي پروژه را منځ ته شوې وي ، دبدني روغتیا اوسلامتیا لپاره مضره ده ، ځکه (نیشه ) په خپل ذات کې د انسان پروجود غیرنورمال اوغیرارادي تپل شوی اومحرک عمل دی چې په عادي حالت کې وجود هغه ته هېڅ اړتیا نلري ، نېشه تل د مضرشي په واسطه را منځ ته کېږي ، الکول ، چرس ، شیشه ، پودر، غمزه ، د تریاکو د کورنۍ نېشې دا ټول هغه څه دي چې په ذریعه یې پربدن د موقت لپاره تېرایستونکی اوتېرېدونکي فشار را وستل کېږي څوله عادي حال څخه وایستل شي اود نیشوپه عالم کې دې ده په اصطلاح یوه شېبه ددنیا له غموبېغمه (نشاط) وکړي .

طبي انستیزي هم په دې لړکې راځي خود هغه ضرریا مفاد د طب دداکترانو لخوا تر وروستي برېده ارزول شوي اوکنترول شوی وي، نوځکه جانبي عوارض نلري. له بل پلوه انستیزي په ژوند کې یویا احیاناً دوه ځلې تطبیقېږي چې ضرزا اومضریت یې دداکترانو ترنظرلاندې ناروغ ته نه متوجې کېږي، خوپه نیشو روږدی کسان تل له خپل بدن مضرې اومصنوعي نېشې ترزیق کوي ترڅود شېبولپاره له خپل ځان نه نا خبره او د نیشو په سمندرکې ډوب پاته شي ، دغه بېباکه نشیانوته د ځان کومه پروا نه ورځي نوځکه دیوې شېبې خوښۍ لپاره په خپله روغتیا په څرګنده ملنډې وهي .

دا څرګنده ده چې انسان د احساساتو او ادراکاتوپه درلودلوسره یوټولنیزاو د ژوندیو موجوداتوترمنځ یو ممتازموجود دی خودهمدغه انسانانو په ډله کې یوشمېرداسې انسانان هم پیدا کېږي چې له خپل ځان او کورنۍ سره بی پروايي کوي چې په څرګنده د الله ج د نارضایتۍ ګڼل کېږي ٬ ځېنې کسان دسختۍ له امله ځان وژنه کوي اویوشمېرنوربیا د نیشه يي توکوپه استعمال تدریجي ځان وژنه کوي چې دا دواړه ځان وژنې هېڅ توپېرونه سره نلري، ځکه په دواړو صورتونوکې عامل د الله ج له قهراوسخت ترین وعید سره مخ دی ، د انسانانو په ډله کې یوشمېرداسې کسان هم موندل کېږي چې د نیشوپه ذریعه خپل ځان ته زیان اړوي خویوشمېرنوربیا [ددوی په خپل زغم ] په نیشه يي توکوله روږدیو کسانوڅخه ځانونه څه هوښیا بولي نوځکه په ظاهره همدغه هوښیاران  په باطن کې په هغه په غضب کلک مجرمین دي چې د نیشه يي توکوپه سوداګري ، پروسس او متقاضیانوته یې په رسولوکې لاس لري او له دوی تېردالله په غضب کلک هغه کسان دی چې د لوړجرم په اعمال سره کوکنارکري اود رسنیو له لارې د بدیل معیشت غوښتنه کوي انصاف عدل اود ملت خوښي او خوشحالي خو په دې کې ده چې په لومړي ګام دولت د کوکونارو له کروندګرو سره د ترټولود لوی مجرم په توګه عمل وکړي، ځکه په حقیقت کې (معتاد ،دمخدره مواد کروندګر، ملي اونړیوال قاچاقبر) دا ټول په یوه ردیف کې راځي، ځکه دوی ټولوپه ګډه الهي احکام اوبشري قوانین ترپښو لاندې کړي نوله استثنا پرته داسې جزا باید ورکړل شي چې بېرته دوی ته د عبرت سبب شي .

له جمعي رسنیو خبرېږو چې په نړیوالو قوانینوکې له نیشه یي توکو سره مبارزه دې د دولتونو په لومړیتوبونو کې راځي او د نیشه یي توکو قاچاق ، ترافیکو او وړو کارباریانو پروړاندې د ټولوهېوادونوجزايي کودونه د اعدام تربرېده مادې لري، خومافیايي کړۍ دي چې دا خطرنا ک څرخ یې په ټوله دنیا کې په حرکت را وستی .

خو تر ټولو د خوښۍ لوړه خبره داده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په بریالیتوب، ټولو غیر اسلامي، غیرقانوني اوغیرانساني حرکتونوته نه یوازې افغاني پاک خاوره ددغه ناولي بوټي له کرکیلې خلاصه شوه  بلکې نړیوالې مافیا هم د نیشه يي توکودکاربارپه ارتباط  داسې حیدري سوق په خوله وخوړل چې اوس حیران دی د نړۍ په کوم هېواد کې ددې ناولي بوټې دکرکیلې ترویج ته زمینه برابره کړي ، مافیا يي کړیوته د چا د مرګ او ژوند پروا نه ورځي نوځکه دا بې رحمه کړۍ شپه او ورځ په دې تلاش کې دي چې د انسانانو له سرونود پیسوپه مقابل کې قرباني واخلي، د مافیايي کړیو غړي د نړۍ په ټولو هېوادونو کې لوړې اوټېټې چوکۍ لري خوددولتي دندې تر څنګ په دوهمه پټه دنده (مافیايي غړیتوب یې ) څوک نه پوهېږي، یوازې په هغه تاثیراتو یې پوهېږي چې د نیشه يي توکو په لېږد اود نورو ممنوعه شیانوپه انتقال کې څومره لوړلاس لري ، همدا کړۍ وي چې د اشغال په وخت کې به د امریکا او ناټو په نظامي الوتکو کې نیشه يي توکي د نړۍ هرې برخې ته رسېدل .

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *